''د سوماليايي ځواکونو وسلې الشباب ته رسېدلي''

د انځور حقوق Getty
Image caption په راپور کې راغلي چې بايد بيا پر سوماليا د وسلو بندېز ولګېږي

ملګرو ملتو په يوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د سوماليا فدرالي حکومت په سيستماتيک ډول هغه وسلې چې حکومتي ځواکونو ته په پام کې وې قبایلو او د الشباب اسلامي ډلې ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتو څارونکې ډله وایي دا وسلې تېر کال پر سوماليا د وسلو په برخه کې د دغه سازمان د امنيت شورا تر بنديز لرې کېدو وروسته وپېرل شوې.

راپور وايي په دې کې له جيبوتي او يوګندا نه ورغلې وسلې نه دې شاملې او زياتوي چې پر سوماليا بايد بيا د وسلو بندېز ولګېږي.

په ملګرو ملتو کې د سوماليا پلاوی وايي دا ادعاوې به د سوماليا د حکومت مشروعيت ته زيان ورسوي.

الشباب چې په سوماليا او شاوخوا سيمو کې پراخ فعاليت لري په دغه هېواد کې د اسلامی نظام پياده کول غواړي.

مخکې تر دې د تېر کال په ډسمبر مياشت کې په يوه راپور کې څرګنده شوې وه، چې مرستندويه ټولنو په ٢٠١١ م کال کې لوږې ځپلو سوماليايانو ته د مرستې رسونې لپاره په کومه کچه جوړ جاړي ته غاړه ايښې وه.

دغه راپور چې د بهرنۍ پرمختيا انسټېټيوت او په موګاديشو کې د هېرتچ په نامه د تگلارو څېړنې انسټېټيوت په گډه چمتو کړى، موندلي چې د الشباب اسلامپالې ډلې د خپلې ولکې سيمو ته د لاسرسي په بدل کې له مرستندويو ټولنو نه پيسې غوښتي، او دوى هم ورکړې دي.

په دغې قحطۍ کې څه د پاسه دوه نيم لکه کسان مړه شول چې ډېره يې د الشباب تر ولکې لاندې سيمو کې وو.

رپوټ هغه جزييات په ډاگه کوي چې څنگه الشباب له مرستندويو ټولنو نه د "نوم ثبتونې" د پيسو په نامه تر ١٠٠٠٠ ډالرو پورې اخيستې دي.

په ډېرو مواردو کې الشباب ټينگار کړى چې په خپله مخامخ مرستې ووېشي، او ډېره برخه يې بيا ځانته ساتلې ده

ورته مطالب