نایجریا کې 'بوکو حرام' ډلې ۱۰۰ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption بوکو حرام پر دې باور ده، چې نایجریا د بې دینانو له خوا اداره کېږي.

له نایجریا رپوټونه وايي چې بوکو حرام اورپکې ډلې په شمالي "ازجي" کلي کې تر سلو ډېر کلیوال وژلي دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې وژل شوي زیاتره مسیحیان دي.

پېښه د بورنو ولایت په ازجي سیمه کې شوې، چې زیاتره اوسېدونکي یې مسیحیان دي.

د دغه ولایت یوه سناتور علي ندوم بي بي سي ته ویلي چې: "له ازجي ترلاسه شویو رپوټونو کې ویل شوي، چې تر اوسه هلته ۱۰۶ کسان وژل شوي، چې یوه سپین سرې مېرمن هم په کې ده، او ګومان کېږي، چې د بوکو حرام ډلې دغه کسان وژلي وي".

هغه واييو چې ۱۰۵ نارینه وو او یوې مېرمنې غوښتل، چې خپل لمسی وساتي، خو دوی ووژل شول.

عیني شاهدانو ویليو چې برید کوونکو کلیوال راغونډ کړل او بیا یې ډزې پرې پیل کړې، بیا د خلکو کورونو ته ننوتل او هلته یې پاتې کسان ووژل.

د یکشنبې ورځې دغه برید داسې مهال شوی، چې د نایجریا حکومت د بوکو حرام اورپکې ډلې پرضد ټینګ ګامونه اخیستي دي.

فدرالي حکومت د ۲۰۱۳ له مې میاشتې راهیسې له بوکو حرام سره کلکه مبارزه پیل کړې ده.

بوکو حرام اورپکه ډله په ۲۰۰۲ کال د بورنو ولایت مرکز میدوګوري ښار کې رامنځ ته شوه.

د بوکو حرام رسمي نوم "د اسلام د پیغمر او جهاد د تعالیمو د خپراوي ژمنه ډله" دی، خو سیمه ییز خلک پخپله محلي ژبه کې بوکو حرام د "غربي زده کړو حراموالی" تعبیروي.

دغې ډلې په ۲۰۰۹ کال د نایجریا شمال کې د اسلامي حکومت د بنسټ اېښودو په نیت پیل په مرګونو بریدونو وکړ.

بوکو حرام پر دې باور ده، چې نایجریا د بې دینانو له خوا اداره کېږي.

دغه ډله په لوېديځ سټایل د حکومت له کړنو او ادارې سره مخالفت کوي، چې ټاکنې یې هم په هېواد کې ممنوع اعلان کړې دي.

ورته مطالب