د راجيو ګاندي د قاتلينو خوشي کېدو پرېکړه

راجيو ګاندي د انځور حقوق AP
Image caption راجيو ګاندي د ۱۹۹۱ ميلادي کال په مې مياشت کې په يوه بريد کې ووژل شو

د تامل ناډو ايالتي حکومت د پخواني لومړي وزير راجيو ګاندي د وژنې په تړاو د اوو محکوم شويو کسانو د خوشي کولو پرېکړه کړې ده.

دوی اووه واړه د سريلانکا د تامل پړانګانو د ډلې غړي دي.

ظاهرآ د ۱۹۹۱ په مې مياشت کې د ګاندي د وژنې لامل په ۱۹۸۷ کې سريلانکا ته د هند د سوله ساتو ځواکونو د لېږلو غچ اخيستل و.

دغه اعلان له هغه يوه ورځ وروسته کېږي چې سترې محکمې د درېو مجرمينو د اعدام سزا په عمري بند واړوله.

د زندانيانو د خوشي کېدو پرېکړه د چارشنبې په ورځ د کابينې په غونډه کې چې مشري يې د تامل ناډو مشرې وزيرې جې جايا للتانې کوله، وشوه.

اغلې للتانې ايالتي اسمبلۍ ته وروسته وويل چې حکومت به يې د کابينې پرېکړه مرکزي حکومت ته د تاييد لپاره واستوي.

دا وايي: ''که په دريو ورځو کې له مرکزه ځواب رانشي، نو ايالتي حکومت به د خپل واک له مخې اووه واړه بنديان خوشي کړي''.

غیر انساني

په دغو زندانيانو کې درې هغه کسان هم شامل دي، چې سترې محکمې يې د اعدام سزا د سې شنبې پر ورځ په عمري بند واړوله.

دوی له تېرو څه دپاسه ۲۰ کلونو راهيسې په بند کې دي او له ۱۹۹۸ کال راهيسې د اعداميانو په نوملړ کې يې نومونه دي.

محکمې حکم صادر کړی چې دوی د مرګ سزا له تېرو ۲۰ راهيسې په خپلو سترګو ويني او دا غير انساني ده، چې مجرمين دې اعدام ته دومره انتظار کړا ی شي.

د هندي تامليانو يوه ښځه نالني سريهاران هم د هغو کسانو په ډله کې ده چې په ۱۹۹۸ کې د مرګ سزا ورکړای شوی، خو سترې محکمې هغه اوس په بند واړوله.

چارواکي وايي هغه درې نور مجرمان چې د لومړي وزير د وژنې په تور په عمري بند محکوم شوي و هم د خوشي کېدونکو کسانو په مينځ کې دي.

ورته مطالب