د لبنان پلازمېنې بېروت کې چاودنې ۲ کسه وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption په لبنان کې تر دې وړاندې هم چاودنې او ځانمرګي موټر بم بريدونه شوي دي

د لبنان په سويل کې په يوه شيعه مېشته سيمه کې د ايران له فرهنګي مرکز سره نژدې چاودنه شوې ده.

د اسوشيېټېد پرس خبري اژانس وايي په دغه چاودنه کې دوه کسه وژل شوي دي.

چاودنه د بيرحسن په سيمه کې شوې، چې د حزب الله له مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

د ايران اسلامي جمهوري اژانس هم له بيروته راپور ورکړی چې چاودنه د دوی د دفتر مخې ته شوې ده.

په بيروت کې د امريکا سفارت دغه چاودنه غندلې ده.

اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د کويت سفارت سره نژدې د دوو چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

په وروستيو مياشتو کې د سوريې د کورني کړکېچ په تړاو په لبنان کې څو چاودنې شوي دي.

څو مياشتې وړاندې په لبنان کې په يوه چاودنه کې د ايران د فرهنګي مرکز يو دپلومات ووژل شو.

ورته مطالب