برتانیا کې بیکاري لوېدلې ده

د انځور حقوق Getty
Image caption تر بل هر وخت اوس زیاتې مېرمنې کار کوي او شمېر یې ۱۴ مېلیونو ته رسېږي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې په برتانیا کې په تېرو درې میاشتو کې د بیکارانو شمېر ۱۲۵،۰۰۰ ته لوېدلی دی.

په عین مهال کې د بیکارۍ کچه اوس په سلو کې ۷،۲ ده.

تر بل هر وخت اوس زیاتې مېرمنې کار کوي او شمېر یې ۱۴ مېلیونو ته رسېږي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې له اکتوبر نه تر ډېسمبر پورې ۱۹۳،۰۰۰ زیاتو کسانو ته کار ورکړل شوی دی.

د دې مانا داده چې د تېر کال په پرتله د بیکارانو شمېر په سلو کې ۰،۶ راکم شوی او ۳۰ میلونه برتانویان کار لري چې په سلو کې ۷۲،۱ کېږي.

په جنوري کې د هغو کسانو شمېر چې د کارونو په لټه کې دي ۶۷،۶۰۰ ته راټیټه شوې.

خو د برتانیې د احصایې مرکزي اداره ټینګار کوي چې وروستۍ شمېرې د بیکارۍ ټيټوالی ښيي.

دا اداره وایي د بیکارۍ په اړه میاشتنۍ شمېرې نه خپرېږي، بلکه هغه درې میاشتو کې خپرېږي.

همدا شمېرې ښيي چې د تېر کال په پرتله بیکاري کمه شوې ده.

د شمېرو له مخې د بیکارۍ کچه په ځوانانو کې هم ټیټه شوې ده.

خو د هغو کسانو په شمېر کې کم بدلون راغلی چې په اقتصادي توګه فعال نه دي.

دا شمېره لږ نهو میلیونو لږ ټيټه ده.

د برتانیې د کار موندنې وزیره ایستر مک وې وایي دا شمېرې څرګندوي چې د حکومت اقتصادي تګلارې کار کوي.

هغه وایي "په خورا لوړه کچه مېرمنې کار کوي او بیکاري نوره هم لوېږي، د دې مانا دا ده چې زیات شمېر وګړي دوامداره تنخوا لري او د خپل راتلونکي لپاره پلانونه جوړولی شي."

خو د برتانیې حکومت مخالف کارګر ګوند د کار او تقاعد وزیره ریچل رییفز وایي د بیکارۍ کچه لا هم لوړه ده.

نوموړې وایي" په داسې حال کې چې د بیکارۍ د کمښت هرکلی کوو، خو حکومت باید زیات له ځانه راضي نه شي."

لا هم په برتانیا کې ۹۰۰،۰۰۰ ځوانان بیکار دي او د کال په لړ کې ۲۵۰،۰۰۰ ځوانان بیکار دي.

د بیکارۍ کچه د انګلند بانک لپاره خورا د پام وړه ده.

خو دا د بانک له مشر مارک کارني له هغې غوښتنې سره تړاو نه لري چې د سود کچه یې په تر ټولو ټيټه کچه ساتلې ده.

بانک غوښتي چې د سود کچه تر هغه مهاله لوړه نه شي تر څو چې د بیکارۍ کچه ۷ فیصدو ته نه وي را لوېدلې.

د اقتصادي تګلارې پرمختګ یوازې د بیکارۍ په ټیټېدو پورې نه، بلکه د تنخوا په لوړوالي او تولید په زیاتېدو پورې اړه لري.

ورته مطالب