اوکراین کې اوربند مات او اړدوړ ۱۷ کسان وژلي

Image caption عیني شاهدانو ویلي، د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب کې ۱۷ کسان وژل شوي.

د اوکراین پلازمېنه کییف کې د تاوتریخجنو مظاهرو پرمهال لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي.

پر همدې مهال ویل کېږي، چې د ولسمشر ویکتور یانکویچ او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ کتنه لغوه شوې او وزیران له کتنې پرته له هېواده وتلي دي.

خو د اوکراین حکومت وايي، چې لاهم د دوی غونډه روانه ده.

عیني شاهدان وايي، لاسي پیټرولي بمونه غورځول شوي دي.

اوکراین کې د بي بي سي خبریال کیون بیشاپ وايي، د اوکراین هوټل مخې ته یې د پنځو کسانو مړي لیدلي، چې په ښار کې د بهرنیو رسنیو ټول کارکوونکي په همدې هوټل کې اوسېږي.

د امریکا بندیز

د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین هغو ۲۰ لوړ پوړو چارواکو ته د ویزې پر ورکړې بندیز لګولې، چې باور کېږي اوکراین کې د احتجاج کوونکو پر وړاندې د تشدد کولو مسوولیت پرغاړه لري.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی له خبریالانو سره خبرو کې د دغو لوړ پوړو چارواکو نومونه یاد نه کړل او نه يې هم دا ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ویکټر یانکویچ نوم دغه نوملړ کې شامل دي او که نه.

له دې مخکې ولسمشر اوباما خبرداری ورکړی و، چې د اوکراین حکومت باید باوري کړي، چې پوځ به هغو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي، چې د ده په خبره ملکیان یې حل کولای شي. اوباما له ټولو لوریو د زغم څرګندولو غوښتنه وکړه.

ولسمشر ویکټر یانکویچ له ټلوالې سره موافقه کړې ده، چې د ۲۶ کسانو تر وژل کېدا وروسته به اوربند او سوله کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وېبپاڼې خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو غاړو د "وینې تویېدو" د مخنیوي په خاطر د جوړجاړي هڅې پیل کړې دي.

حکومت او مخالفانو یې هوکړه کړې ده چې "هېواد ته د ارامۍ راتلو په موخه باید یوې سولې او جوړجاړي ته ورسېږي".

دغه اعلان وروسته تر هغه شوی، چې تېره اونۍ اوکراین کې تاوتریخجنې مظاهرې وشوې، خو اصلي پیل یې له درو میاشتو مخکې و.

د مظاهرو پرمهال کییف ښار د حکومتي ضد کسانو او پولیسو ترمنځ نژدې د جګړې پر ډګر اوښتی و.

ولسمشر او د درو مخالفو ډلو مشرانو هوکړه کړې ده، چې د جوړجاړي لپاره باید ژر خبرې پيل کړي.

اوکراین کې تېر نومبر کې مظاهرې وروسته تر هغه پیل شوې، چې ولسمشر یانکویچ له اروپايي ټولنې سره د سوداګریز شراکت وړاندیز رد کړ او پر ځای یې د روسي سوداګریزو اسانتیاوو وړاندیز غوره ومانه.

د اروپايي اتحادیې مشران د یانکویچ تر رد وروسته، پر اوکراین د نویو او بېړنیو بندیزونو په لټه کې شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په داسې حال کې چې ځینې لاریون کوونکي له پولیسو سره نښتي وو، نورو دعاوې کولې.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په اړدوړ کې ډ ټپي شویو کسانو شمېر په ډېرېدو دی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په پام کې وه، چې پر پننجشنبې د سې شنبې ورځې د وژل شویو غمشریکي وشي، خو لانور کسان پسې ووژل شول.

ورته مطالب