تونس کې د پوځي الوتکې لوېدو ۱۱ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د تونس خبري اژانس ویلي، دغه انتونوف ډوله الوتکه د تونس پلازمېنې سوېل کې قرمبالیة مېنې ته څېرمه په یوه کرونده کې د کښېناستو د هڅې پرمهال لوېدلې ده.

د تونس پلازمنېنې سوېل کې د لیبیا یوه پوځي چورلکه لوېدلې، چې ۱۱ کسان په کې وژل شوي.

د الوتکې سپرلۍ ډاکټران او ناروغان وو.

الوتکه د جمعې پر ورځ پر ځايي وخت یوه نیمه بجه لوېدلې ده.

د تونس د بېړنیو پېښو د ادارې ویاند مونجي القادي ویلي "الوتکه پرځايي وخت یوه نیمه بجه ولوېده، چې ۱۱ کسان په کې سپاره وو. درې ډاکټران او دوه ناروغان هم وو. نور شپږ د الوتکې عمله وو".

د تونس خبري اژانس ویلي، دغه انتونوف ډوله الوتکه د تونس پلازمېنې سوېل کې قرمبالیة مېنې ته څېرمه په یوه کرونده کې د کښېناستو د هڅې پرمهال لوېدلې ده.

تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی څرګند شوی، خو چارواکي وايي چې پلټنه یې پيل کړې ده.

خبریالان وايي، معمولاً لیبایان تونس ته د درملنې لپاره ځي.

ورته مطالب