پر اوکرایني چارواکو د اروپايي ټولنې بندیزونه

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لا دمخه د اوکرايين د حکومت پر شلو غړو د ويزې بنديز لگولى، خو دچا نوم لا نه دى ښودل شوى.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د اوکراين پر هغو چارواکو د بنديزونو د لگېدو موافقه وکړه چې ددوى په وينا "په تاوتريخوالي او د خورا ډېر زور په کارولو پړه بلل کېږي."

وزيرانو په يوه ليکلې وينا کې ويلي چې د شتمنيو کنگلول او د ويزو بندول به بې له ځنډه پلي شي.

د پنجشنبې په تاوتريخوالي کې لږ تر لږه ٢١ تنه په پلازمېنه کييف کې ووژل شول. چارواکي وايي يو پوليس هم وژل شوى او نژدې ٧٠ نور يې اعتراضيانو يرغمل کړي دي.

د اروپايي ټولنې په وينا کې راغلي چې "هېڅ ډول حالات هغه ځپنې نشي توجيه کولى چې زموږ د سترگو په وړاندې پېښېږي". د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشرې کاترين آشټن وويل د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د پيل مسووليت د ولسمشر ويکتور يانوکوويچ پر غاړه دى.

آغلې آشټن ټينگار وکړ چې د اوکرايين پر روانو حالاتو سترگې نشي پټېداى:

"د حالاتو خرابۍ ته په پام سره موږ پرېکړه وکړه چې د يوه بيړني اقدام په توگه دقيقو غوره شويو بنديزو ته اړتيا شته. موږ موافقه وکړه چې د کورنيو ځپنو له امله د تجهيزاتو د صدور اجازه ليکونه بند کړو.

موږ د اروپايي شورا له اړوندو ادارو څخه وغوښتل چې په دې اړه بې له ځنډه لازم چمتو والى پيل کړي. دغه چارې به په اوکرايين کې پېښو ته په پام سره پر مخ بيول کېږي."

ټاکل شوې وه د فرانسې، پولنډ او جرمني د بهرنيو چارو وزيران چې کييف ته ورغلي، له مخالفو مشرانو سره پر هغې هوکړې وغږېږي چې له حکومت سره يې د کولو وړانديز شوى دى.

دوى له ولسمشر يانوکوويچ سره پنځه ساعته غونډه درلوده او د دواړو لورو ترمنځ يې د جوړجاړي امکان ته گوته ونيوله.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اروپايي ټولنې تر دا اوسه پر اوکرايين د بنديزونو له لگېدو نه ډډه کوله او د خبرې او روغه جوړه يې غوره بلله.

په کييف کې دغه کتنې پر داسې مهال روانې وې، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو نور وزيران په برسلز کې د بنديزونو پر لگېدو د غور له پاره جرگه شوي وو.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرگې لاوروف لوېديځ مشران په دوه گوني معيار تورن کړل:

"مخالفين يا نشي کولى او يا نه غواړي چې ځان له افراطيانو څخه بېل کړي. زموږ اروپايي او امريکايي شريکان ټوله پړه د اوکرايين پر چارواکو اچوي او د افراطيانو کړنې نه غندي، چې بايد غندلې يې واى. دا موږ ته اندېښنې راچوي، ځکه چې په ښکاره دوه گوني معيارونه دي."

اروپايي ټولنې تر دا اوسه پر اوکرايين د بنديزونو له لگېدو نه ډډه کوله او د خبرې او روغه جوړه يې غوره بلله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لا دمخه د اوکرايين د حکومت پر شلو غړو د ويزې بنديز لگولى، خو د چا نوم لا نه دى ښودل شوى.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پلازمېنې کییف د ازادۍ څلورلاري کې ورځ لکه د شپې په څېر ښکاري
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مظاهره کوونکو په کییف کې د پولیسو د مخنیوي لپاره د لارې بندول پیل کړي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د وژل شویو لاریون کوونکو د غمشریکۍ لپاره شمونه بل شوي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په یوه تازه وېډیو کې د اړدوړ ضد پولیس په کییف کې پر مظاهره کوونکو د ډزو په حال کې لیدل کېږي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لاریون کوونکو په کیف کې په تېره پنجشنبې د پولیسو له خوا بوتلل شول

ورته مطالب