چين بيجنګ کې امريکايي دپلوماتان احضار کړي

دلای لاما او اوباما د انځور حقوق THE WHITE HOUSE
Image caption اوباما په خبرو کې د چین او د تبت د استازي ترمنځ پر مخامخ خبرو ټینګار وکړ.

چین وروسته تر هغه په بیجینګ کې د امریکا سفارت دپلوماتان احضار کړي چې ولسمشر اوباما د تبت له شړل شوي مشر دلای لاما سره خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزرات مرستیال جان یې سوی امریکايي ديپلوماتانو ته ویلي امریکا باید د چین د باور د بیا ترلاسه کولو لپاره ګامونه اوچت کړي.

ولسمشر اوباما له ښاغلي دلای لاما سره په خبرو کې په تبت کې له بشري حقونو خپل ټينګ ملاتړ اعلان کړی دی.

دغه لیدنه په واشنګټن کې په داسې حال کې ترسره شوې چې چین د دوه اړخیزو اړیکو د ویجاړۍ په تړاو امريکا ته جدي خبرداری ورکړی وو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر امریکا نیوکه کړې ده، چې ولې ولسمشر بارک اوباما د تبت له بودايي مذهبي مشر او بېلتون غوښتونکي دلای لاما سره ګوري.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زانګ ییسوي په بیجینګ کې د امریکايي چارو مسؤول په دې اړه د څرګندونو او توضیحاتو لپاره ورغوښتی دی.

چین د تبت مذهبي مشر او بېلتون غوښتونکی دلای لاما له چین د تبت په بېلتون تورنوي.

د چین شینخوا خبري اژانس د زانګ له قوله ویلي، چې "چین په دې اړه ډېر قهرېدلی او مخالف دی".

زانګ زیاتوي چې په سپینه ماڼۍ کې له اوباما سره د دلای لاما کتنه د چین په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مثال لري.

زانګ دا هم ویلي چې "د تبت موضوع یوازې د چین کورنۍ مساله ده، د امریکا متحده ایالتونه په کې د لاسوهنې حق نه لري".

دغه چینايي چارواکي دا هم ویلي چې "دغه ګام د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا ته لمن وهي، همداشان د امریکا پر ګټو هم ناوړه اغېز کوي".

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پخپلو چارو او د ټایوان اړوندو قضیو کې له امریکا د نه لاسوهنې غوښتنه کړې ده:

"د امریکا متحده ایالتونه باید د چین د ولس او حکومت د باور ترلاسه کولو لپاره باید ډېر څه وکړي".

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دلای لاما سره په خبرو کې په "تبت کې د بشري حقونو د قوي ملاتړ" اعلان کړی دی.

اوباما په خبرو کې د چین او د تبت د استازي ترمنځ پر مخامخ خبرو ټینګار وکړ.

سپینې ماڼۍ ویلي چې دلای لاما له اوباما سره د یوه مذهبي او کلتوري مشر په توګه کتلي دي.

ورته مطالب