اوکراين: "د مخالفينو گام يوه کودتا ده"

د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر وکتور ينوکووېچ ويلي چې له خپلې دندې به نه لاس په سر کېږي

د اوکراين ولسمشر وکتور ينوکووېچ ويلي چې له خپلې دندې به نه لاس په سر کېږي. ښاغلي ينوکوېچ په يوۀ ثبت شوي پيغام کې چې پر ټلويزيون خپور شو، په پارلمان کې د مخالفينو خوځښت "ورانکاري، داړه ماري او کودتا" وباله.

د اوکرين پارلمان الکساندر تورچينوف د خپل نوى مشر وټاکه، او لار ښوونه يې وکړه چې حکومت مخالفه مشره يوليا توماشېنکو دې سملاسې له زندانه پرېښوول شي.

خو ولسمشر ينوکووېچ د پارلمان دا کړنې ناقانونه بولي.

بل لوري ته د پولند د بهرنيو چارو وزير ردوسلاو سيکورسکي چې په اوکراين کې د کړکېچ ختمېدا لپاره منځگړتوب کوي وايي د پارلمان دا گام مشروع دى او دا پر ولسمشر پورې اړه لري چې نوى اساسي قانون توشيح کړي.

يوه ورځ وروسته له هغه چې د اوکراين ولسشمر د يوۀ لنډ مهالي حکومت پر جوړولو او له وخته وړاندې ټاکنو سلا شو، دا نه ده څرگنده چې په ريښتوني توگه څوک په دغه هېواد کې په واک کې دي

د ولسمشر ينوکوېچ د ځاى ځايگي په اړه کره مالومات نه شته. خو د نوموړي يوۀ همکار وويل چې په ختيځ خارکوف ښار کې دى.

خلک د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتي او د ولسمشر د شخصي گاډو د لوى کلکسيون (ټولگې)، او د طاووسانو، غرڅو او هوسيو د نندارتون ننداره کوي.

د موافقې له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې به له مخکني مهالوېش نه مخکې کېږي او د ملي يووالي حکومت به جوړېږي.

د موافقې له مخې حکومت به د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون ته بېرته ورګرځي چې د ولسمشر واکونه په کې محدود دي.

خبریالان وايي لاریون کوونکي له احتیاط نه کار اخلي او زیاتره یې باور نه لري چې وروستۍ معامله به پلې شي.

لاریون کوونکو د اپوزېسيون پر مشرانو وروسته تر هغه ملنډې وهلې چې د تړون له لاسلیک وروسته د دریځ پر سر راڅرګند شول.

د لاریون کوونکو یوې ډلې خبرداری ورکړی و که ولسمشر ینوکوېچ د شنبې ورځې تر سهاره له خپلې دندې استعفا ونه کړي نو پر دولتي ودانیو به برید وکړي.

ورته مطالب