تايلنډ کې وسله والو پر لاريونيانو بريد کړی

د انځور حقوق AP
Image caption مظاهره چيان له تېرو څو مياشتو راهيسې د لومړۍ وزيرې ینګلک شینواترا لرې کېدل غواړي

وسله والو کسانو د تایلند په جنوب کې پر حکومت ضد لاریون کوونکو برید کړی یوه پنځه کلنه ماشومه یې وژلې او تر ۳۰ ډېر نور يې ټپیان کړي دي.

وسله والو د پلازمینې بنکاک له جنوب شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره لېرې د مخالفینو پر یوه لاریون برید کړی دی.

تر اوسه نه ده کره شوې، چې وسله وال څوک دي.

یوه سیمه ییز پولیس ویلي برید سیاسي انګېزه درلوده.

په تایلند کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د لومړۍ وزیرې ینګلک شینواترا پر ضد لاریونونه روان دي چې ځينې وخت په تاوتریخوالي اوړي.

اعتراض کوونکي له آغلې شینواترا غواړي چې له واکه لېرې شي، خو هغې د لاريونيانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په تایلنډ کې ټاکنې وشوې، خو مخالفينو په کې برخه وانخیسته او د هغو د ګډوډولو هڅه يې وکړه.

بل خوا حکومت په پلازمېنه بنکاک کې زرګونه اضافي امنیتي ځواکونه د امنيت ټينګولو په موخه ځای پر ځای کړي دي.

د تايلنډ ټاکنې

په تایلنډ کې د مظاهرو له امله عمومي ټاکنې له خنډونو سره مخامخې شوې.

د پلازمېنې بنکاک په ځینو سیمو او د هېواد په ځینو سویلي برخو کې رایې اچونه ترسره نه شوه خو د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي وايي چې ۸۹ سلنه د رایې اچونې مرکزونه پرانیستي وو او خلکو په عادي ډول خپلې رایې وکارولې.

د انتخاباتو د کمېسیون د چارواکو وینا ده چې د رایې اچونې د مرکزونو د تړل کېدو له امله شاخوا شپږ میلیونه رایې اچوونکي اغیزمن شوي دي.

ډېره تمه کېږي چې دغه انتخابات د صدراعظمې ینګلک شینواترا ګوند وګټي.

په داسې حال کې چې د تایلنډ په ګڼو سیمو کې بیړنی حالت دی د رایې اچونې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

امنیتي چارواکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په ټولیزه توګه حالات ښه وو او د تاوتریخوالي رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په تایلنډ کې د انتخاباتو د امنیت لپاره ۱۳۰ زره امنیتي کسان په دندو ګومارل شوي وو چې ۱۲ زره یې یوازې په پلازمېنې بنکاک کې وو.

د دې ټاکنو لپاره ډېر لږ کمپاین شوی و او دا څرګنده نه وه چې په ټاکنو کې به د خلکو ونډه څومره وي.

ورته مطالب