کیف کې د خوشې شوې پخوانۍ لومړۍ وزيرې وينا

Image caption د يوليا تيموشينکو وينا د اپوزېسيون زرګونه ملاتړو بدرګه کوله

په پلازمېنه کيف کې د اپوزيسيون زرګونه ملاتړو له زندان نه د اوکراين د پخوانۍ لومړۍ وزیرې يوليا تيموشينکو د خوشې کېدو هرکلی وکړ.

مېرمن تيموشينکو چې د ملا له درده کړېږي پلویانو ته يې خپله وينا د اربې لرونکې څوکۍ نه واوروله.

دې راټولو شویو کسانو ته د ازادۍ په ډګر کې په لوړ غږ وویل: ''تاسو اتلان يی' او ستاسو مقاومت ولسمشر ويکتور ينکووېچ اړ کړ چې له واکه ښکته شي''.

یوليا تيموشينکو له هغې ورځې ډراماتيکې ورځې وروسته دغه وينا کوي، چې ولسمشر ویکتور ينکووېچ د ولسمشرۍ ماڼۍ پرېښوده.

دې خبرداری ورکړی، چې مظاهره چيان بايد په دې فکر ونه اوسي، چې ګواکې دنده یې بشپړه شوه.

ولسمشر ويکتور ينکووېچ تېره ورځ له هغه ۲۴ ساعته وروسته د ولسمشرۍ له ماڼۍ ووت چې داوکراين د سياسي کړکېچ پر سر له اپوزېسيون سره یوې موافقې ته ورسېد.

دغې موافقې ته په رسېدو کې د حکومت او اپوزېسيون منځګړتوب اروپايي ټولنې، امريکا او روسيې کاوه.

په موافقه کې راغلي و، چې ولسمشر به له مهالوېش نه مخکې ټاکنې ترسره کوي او د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون ته به ورګرځي، چې د ولسمشر واکونه په کې محدود دي.

خو له موافقې وروسته هم مظاهره چيانو د ازادۍ په ډګر کې شپه تېره کړه او غوښتنه يې دا وه چې ولسمشر ویکتو ينکووېچ دې استعفا ورکړي.

تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې امنيتي ساتونکي نه شته او ولسمشر یوه نامالوم ځای ته وتلی دی.

لږ وروسته د بي بي سي يو خبريال په پلازمېنه کيف کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د احاطې دننه ورغی او ويې ويل چې مظاهره چيان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورننوتي دي.

ورته مطالب