اُلکساندر تورچینوف د اوکراین موقتي ولسمشر شو

Image caption ښاغلي تورچینوف د پارلمان غړو ته وویل چې تر راتلوونکې سې شنبې پورې وخت لري چې نوی متحد حکومت جوړ کړي.

د اوکراین پارلمان، د پارلمان مشر اُلکساندر تورچینوف د موقتي ولسمشر په توګه نومولی دی.

نوموړی یوه ورځ وروسته له هغه د موقتي ولسمشر په توګه غوره کېږي چې د اوکراین پارلمان رایه ورکړه چې ویکتور یناکویچ دې له واکه لري شي.

ښاغلي تورچینوف د پارلمان وکیلانو ته وویل چې تر راتلونکې شې شنبې پورې وخت لري چې نوی حکومت جوړ کړي.

دغه راز پارلمان رایه ورکړې چې له پلازمېنې کیف سره نژدي دې د ښاغلي یناکویچ هغه عصري جایداد ضبط شي چې د شنبې په ورځ مظاهره چیان ورننوتل.

ښاغلي یناکویچ د ده د واکمنۍ پرضد د پارلمان رایه کودتا بللې ده.

د هغه د ځای ځایګي په اړه هېڅ معلومات نشته.

په همدې حال کې زرګونه مظاهره چیان خپلې مظاهرې ته دوام ورکوي خو د آزادۍ په ډګر کې فضا آرامه بریښي.

په اوکراین کې په چټکۍ سره رامینځ ته کېدونکې پېښې د ویکتور یناکویچ حکومت ضد څو میاشتنیو مظاهرو وروسته رامینځ ته کېږي.

له بي بي سي سره په خبرو کې یوه مخالف مشر ویتالي کلتیشکو ویلي غواړي د مۍ د میاشتې په ۲۵ مه د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړي.

نوموړي وویل غواړي اوکراین په یوه عصري اروپايي هېواد بدل کړي او په وینا یې دا چاره هله ترسره کولای شي چې د هېواد ولسمشر وي.

ښاغلي کتیشکو ویلي چې خپل ټول وس به وکړي چې د ولسمشر په توګه غوره شي.

په همدې حال کې د ښاغلي یناکویچ مهمې سیالې پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشینکو چې له زندانه ازاده شوې له مظاهره چیانو غوښتنه کړې چې پاتي شي او مظاهرو ته دوام ورکړي.

آغلې تیموشینکو مظاهره چیانو ته په وینا کې وویل تر هغه مو چې دغه کار پائ ته نه وي رسولی هېڅ څوک حق نه لري چې له دې ځایه لاړ شي.

د هغې له سترګو هغه مهال اوښکې روانې شوې چې مظاهره چیانو ته یې وویل: (تاسو اتلان یاست).

آغلې تیموشینکو مظاهره چیانو ته وویل هغه څه چې تاسو ترسره کړل هېڅ چا نه شو ترسره کولای.

اخوا امریکايي چارواکي وايي چې په سیډني کې د ۲۰ صنعتي هېوادونو د غونډې په څنډو کې د امریکا د مالیې وزیر جک لیو د روسیې د مالیې له وزیر سره د اوکراین پر حالاتو خبرې کړي دي.

ښاغلي لیو ټینګار کړی چې امریکا چمتو ده چې د روسیې په ګډون له نورو هېوادونو سره په اوکراین کې د اصلاحاتو او اقتصادي ثبات لپاره ګډ کار وکړي.

روسیې او امریکا په اوکراین کې د کړکیچ په اړه جلا دریځونه درلودل.

امریکا او اورپايي اتحادیې د مخالفینو ملاتړ کاوه.

اورپايي اتحادیې هم ویلي چې په اوکراین کې له نوي حکومت سره همکارۍ ته چمتو ده.

ورته مطالب