د اوکراین پارلمان پر نوي حکومت غږېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption په داسې حال کې چې د اوکراین پارلمان د نوي حکومت پر جوړښت خبرې کوي په زرګونه کسان خپلې مظاهرې ته دوام ورکوي.

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د پارلمان غړي د یوه نوي حکومت پر جوړښت خبرې کوي په پلازمېنه کیف کې زرګونه مظاهره چیان خپلې مظاهرې ته دوام ورکوي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې پارلمان رایه ورکړه چې ولسمشر ویکتور یناکویچ دې له واکه لري شي د آزادۍ په ډګر کې فضا آرامه بریښي.

ښاغلي یناکویچ د پارلمان له خوا د ده د واکمنۍ پرضد رایه پر خپل رژیم کودتا بللې ده.

د ښاغلي یناکویچ د ځای ځایګي په اړه هېڅ معلومات نشته.

په اوکراین کې په چټکۍ سره رامینځ ته کېدونکې پېښې د حکومت ضد څو میاشتنیو مظاهرو وروسته رامینځ ته کېږي.

په پارلمان کې مخالفو وکیلانو د اوکراین تلویزیون ته ویلي چې د پارلمان غړي د یوې نوې کابینې او نوي صدراغظم د ټاکلو په اړه سلا مشورې کوي.

یوه مخالف مشر ویلي چې ډېر وخت نه لري.

له بي بي سي سره په خبرو کې ویتالي کلتیشکو وویل چې غواړي د مۍ د میاشتې په ۲۵ مه د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړي.

نوموړي وویل چې غواړي اوکراین په یوه عصري اروپايي هېواد بدل کړي او په وینا یې دا چاره هله ترسره کولای شي چې د هېواد ولسمشر وي.

ښاغلي کتیشکو ویلي چې خپل ټول وس به وکړي چې د ولسمشر په توګه غوره شي.

په همدې حال کې د ښاغلي یناکویچ مهمې سیالې پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشینکو چې له زندانه ازاده شوې له مظاهره چیانو غوښتنه کړې چې پاتي شي او مظاهرو ته دوام ورکړي.

آغلې تیموشینکو مظاهره چیانو ته په وینا کې وویل تر هغه مو چې دغه کار پائ ته نه وي رسولی هېڅ څوک حق نه لري چې له دې ځایه لاړ شي.

د هغې له سترګو هغه مهال اوښکې روانې شوې چې مظاهره چیانو ته یې وویل: "تاسو اتلان یاست."

آغلې تیموشینکو مظاهره چیانو ته وویل هغه څه چې تاسو ترسره کړل هېڅ چا نه شو ترسره کولای.

اخوا امریکايي چارواکي وايي چې په سیډني کې د ۲۰ صنعتي هېوادونو د غونډې په څنډو کې د امریکا د مالیې وزیر جک لیو د روسیې د مالیې له وزیر سره د اوکراین پر حالاتو خبرې کړي دي.

ښاغلي لیو ټینګار کړی چې امریکا چمتو ده چې د روسیې په ګډون له نورو هېوادونو سره په اوکراین کې د اصلاحاتو او اقتصادي ثبات لپاره ګډ کار وکړي.

روسیې او امریکا په اوکراین کې د کړکیچ په اړه جلا دریځونه درلودل.

امریکا او اورپايي اتحادیې د مخالفینو ملاتړ کاوه.

اورپايي اتحادیې هم ویلي چې په اوکراین کې له نوي حکومت سره همکارۍ ته چمتو ده.

ورته مطالب