د مصر لومړي وزیر استعفا وکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption الببلاوي پر مصریانو غږ کړی، چې "اوس یو بل ته د لاس ورکولو وخت راغلی، چې هېواد له روان کړکېچه وباسو، او له خپلو شخصي ګټو تېر شو".

د مصر لومړي وزیر حازم الببلاوي په رسمي توګه له خپل مقام استعفا اعلان کړې ده.

نوموړي د مصر پر ملي تلوېزیون ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.

ببلاوي پخپله وینا کې ویلي، چې "حکومت یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، غواړي دی په دې ستونزو کې ځان دخیل نه کړي".

الببلاوي دا نه دي ویلي، چې استعفا یې ولې وړاندې کړې ده، خو زیاتوي چې "ځینې ترینګلتیاوې او باریکۍ وې، چې دا طبیعي کار دی، ځکه چې حکومت له خپلو مخالفانو سره په کړکېچ کې خیر لټوي".

دی زیاتوي "له حکومت نه یوازې د پایلو محاسبه کېږي، بلکې د هغو پرېکړو حساب او کتاب به هم ورکوي، چې ډېر ځلې دغه فیصلې تر نیوکو لاندې وي".

د مصر لومړي وزیر ټینګار کوي، چې "د تګلارې په لومړي پړاو کې مصر د دیموکراسۍ پر لور یو لوی ګام اخیستی دی".

الببلاوي پر مصریانو غږ کړی، چې "اوس یو بل ته د لاس ورکولو وخت راغلی، چې هېواد له روان کړکېچه وباسو، او له خپلو شخصي ګټو تېر شو".

د مصر ملي تلوېزیون د الببلاوي له قوله ویلي، تر هغه به خپل حکومتي کار ته ادامه ورکړي، چې استعفا یې منل شوې نه وي.

نا تایید شویو رپوټونو ویلي، شاید د اسکان وزیر انجنیر ابراهیم محلب د الببلاوي ځای ناستی شي.

ورته مطالب