''د ينکووېچ لرې کول د روسيې د ګټو ضد ګام دی''

د انځور حقوق AFP
Image caption مالومه نه ده چې ويکتور ينکووېچ اوس چېرې دی، خو د نيولو امر يې شوی دی

روسيې ویلي له دندې د اوکراين د ولسمشر ويکتور ینکووېچ لرې کول د روسي وګړو او د روسيې د ګټو پر وړاندې يو ګواښ دی.

په اوکراين کې د روانو حالاتو په تړاو دا تراوسه د روسيې تر ټولو سخت غبرګون دی.

د روسيې لومړي وزير دمتري مدودوف د اوکراين د لنډمهالې ادارې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوست وويل چې د يوه وسله وال پاڅون له لارې واک ته رسېدلی.

پر همدې مهال د ولسمشر ينکووېچ يو مخالف سياستوال ویلي داسې مالومات لري چې روسي پوځي بېړۍ سيمې ته رسېدلي او ښايي د ولسمشر ينکووېچ د وېستلو لپاره عمليات پيل کړي.

دی وايي: ''هغسې چې موږ پوهېږو روسيې چې په اوکراين کې د روانو حالاتو په اړه له قهره ډک غبرګون ښوول پيل کړی، کولای شي په دغه هېواد کې د پوځي لاسوهنې لپاره ګام پورته کړي. دا هم شونې ده چې دا عمليات د ولسمشر ویکتور ینکووېچ د وېستلو لپاره ترسره شي او په دې توګه يې پخپله ساتنه وکړي''.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پر لويديځ تور لګوي، چې د جيو پوليټيک محاسبو له مخې يې په بېړه د نوي حکومت ملاتړ اعلان کړی دی.

خو د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والترشټاين ماير وايي روسیه او اورپايي ټولنه بايد د اوکراين د ثبات لپاره په ګډه سره کار وکړي.

ښاغلی شټاين ماير وايي: ''په دغه هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته کول مثبت رول لوبولی شي. روسيه او اروپايي ټولنه بايد لږ څه پر دې سترګې پټې کړي، چې اوکراين ختيځ ته ډېر کږېږي او که لويديځ ته. موږ ټول بايد يوه ګډه موخه ولرو، هغه دا چې اوکراين په ختيځ او لويديځ کې خپلو پولو کې دننه ثبات ته لار ومومي او خپل سياسي راتلونکی ترلاسه کړي''.

پر همدې مهال امريکا وايي چمتو ده له اوکراين سره مرسته وکړي، چې بېرته اقتصادي ثبات ته وروګرځي.

دا لا مالومه نه ده چې ولسمشر ويکتور ينکووېچ اوس چېرې دی.

مخکې له دې چې ښاغلی ينکووېچ په کيف کې د ولسمشرۍ ماڼۍ پرېږدي، د اروپايي ټولنې، روسيې او امريکا په منځګړتوب له اپوزېسيون سره له خبرو وروسته يوې هوکړې ته رسېدلی و.

په موافقه کې راغلي و، چې ټاکنې به له وخته وړاندې ترسره کېږي او د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون به پلی کېږي، چې د ولسمشر واکونه په کې محدود دي.

ورته مطالب