هېګل د امريکايي پوځيانو د کمېدو وړانديز کړی

Image caption ښاغلی هېګل وايي لږترلږه بايد ۸۰۰۰۰ سرتېري کم کړای شي

د امريکا د دفاع وزير چک هېګل د امريکا د امنيتي ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کموالي د رامنځته کېدو وړانديز کړی دی.

که دغه وړانديز ومنل شي، نو له دې سره به له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د امريکا د پوځيانو شمېر تر ټولو ټيټې کچې ته ورولوېږي.

ښاغلي هېګل د امريکا په دفاع وزارت کې پخپله وينا کې وړانديز وکړ، چې د سرتېرو شمېر بايد له ۴۵۰زره ډېر نه وي او همداراز د بېړيو او الوتکو په شمېر کې هم بايد کمووالی راشي.

د دفاع وزير زياته کړه، چې نړۍ په زياتېدونکې توګه څپڅپانده، د نه وړاندوينې وړ او د امريکا لپاره ډېره ګواښوونکې کېږي، خو پوځ بايد د کمېدونکې بوديجې له واقعيت سره برابر شي.

د ښاغلي هېګل په وړانديزونو کې راغلي، چې د فعالو سرتېرو له ډلې دې شاوخوا ۸۰۰۰۰ کم کړای شي، له (اې،۱۰) او (يُو، ۲) څارګرو الوتکو دې کار نه اخيستل کېږي او ځينې پوځي اډې دې وتړل شي.

په دغو راپورونو کې دا نه ده روښانه شوې، چې دمګړۍ امريکا څومره پوځ لري.

ښاغلي هېګل وويل له څه دپاسه يوې لسيزې جګړې وروسته د امريکا پوځ نور د هغه راز اوږدو او ګران بيه اوږدو جګړو هوډ نه لري، چې په عراق او افغانستان کې وشوې.

۴۴۰زرو ته د فعالو سرتېرو په ټيټولو سره به په تېرو ۷۴ کلونو کې د امريکا پوځ په تر ټولو کوچني پوځ بدل شي.

ښاغلي هېګل ومنله چې دا پلان بې خطره نه دی، خو ویې ويل چې بیا هم دا پوځ به دومره لوی وي چې کولای شي په يوه مهال کې په يوه سيمه کې جګړه وکړي او په بله سيمه کې روانې شخړې ته هوايي او سمندري مرسته ورسوي.

ورته مطالب