کال کې ميليون کوچنيان د زېږېدو په لومړۍ ورځ مري

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نوموړي بنسټ په رپوټ کې په دې برخه کې جنوبي سودان د نړۍ تر ټولو بد اغيزمن شوى هېواد بلل شوى دى.

د کوچنيانو یوه مرستندویه بنسټ خبرداری ورکړی، چې هر کال یو میلیون کوچنيانو د زېږېدو په لومړۍ ورځ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کوچنیانو د خوندیتوب ادارې/سیف دې چلډرن په یوه رپوټ کې ویلي، که ټولې مېرمنې روغتیايي اسانتياو ته لاسرسی ولري، د نړۍ په کچه د دغو نیمايي مرګونو مخنیوی کېدای شي.

په دې برخه کې بې مودې زېږېدنې او د زېږون پر مهال روغتیايي ستونزې ستر ګواښونه بلل شوي دي.

د کوچنیانو د خوندیتوب بنسټ پر حکومتونو غږ کړی، چې د هغه وضعیت د بدلون لپاره هڅې وکړي، چې په وینا یې هر کال ۴۰ میلیونه مېرمنې له روغتیايي مرستو پرته کوچنيانو زېږوي.

له وخته مخکې زېږون، د ميندوارۍ پرمهال درانه کارونه، مکروبي کېدل او د وېنې لوړ فشار يو شمېر هغه لاملونه دي چې ترمخه يې ډېر شمېر ماشومان د زېږون په لومړۍ ورځ مري.

خو په دې اړه د سيف دې چلډرين رپوټ وايي که مور او ماشوم روغتیايي اسانتیاوو ته لاس ولري نو د نيمايي دغو ماشومانو ژوند ژغورل کېداى شي.

د نوموړي بنسټ په رپوټ کې په دې برخه کې جنوبي سودان د نړۍ تر ټولو بد اغيزمن شوى هېواد بلل شوى دى.

پاکستان، نايجريا، سرياليون هغه درې نور هېوادونه دي چې د ماشومانو د مړېنې کچه په کې لوړه ده.

افغانستان په دې ليست کې لسم ځاى لري.

سيف د چلډرين وايي دا يو جنايت دى چې د ماشومانو د مخ په زیاتېدونکې مړينې مخه ونه نيول شي.

د "ېږېدونکو ماشومانو مړينه ودرول شي " تر سرليک لاندې د ټولنې په رپوټ کې داهم ويل شوي چې د نړۍ په لروبر کې هرکال ١،٢ ميليونه ماشومان مړه زېږيږي.

رپوټ د نړۍ پر مشرانو غږ کوي چې د نویو زېږيدونکو ماشومانو د مړينې د مخنيوي له چارې سره مرسته وکړي.

ټولنه وايي په دې برخه کې بايد ډېر کار وشي چې ماشوم د کافي روغتيايي پاملرنې پرته ونه زېږېږي.

هرکال په نړۍ کې ۴۰ ميليونه ميرمنې له روغتيايي پاملرنې پرته ماشومان زېږوي او په ځینو هېوادونو کې په لسو ميرمنو کې يوازې يوه يې ډاکټر ته لاسرسى لري.

ټولنه وايي " د ماشومانو د زېږون لومړۍ ورځ تر ټولو خطرناکه وي او ډېرې ميرمنې په خپلو کورونو کې د ځمکې پرسر خپل ماشوم زېړوي او يا په ځنگله کې له هيڅ ډول روغتيايي پاملرنې پرته "

ټولنې دارنگه ويلي چې داسې نکلونه يې هم اورېدلي دي چې ميرمنې د ميندوارۍ پر مهال د روغتيايي مرستې د ترلاسه کولو په موخه څو کیلو متره واټن وهي چې ډېر کله دا کار پر غميزې بدل شي.

ورته مطالب