مصري محکمې ۲۶ کسه په مرګ محکوم کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption محکمې پر دغو کسانو تور لګولی چې توغندي او چاودېدونکي توکي يې هم جوړول

د مصر يوې محکمې هغو ۲۶ کسانو ته د مرګ سزا ورکړې، چې يوه ترهګره ډله يې جوړه کړې ده.

چارواکي وايي دغې ترهګرې ډلې پر هغو بېړيو بريدونه کړي، چې د سويز بندر يې کاراوه.

د ځايي رسنيو خبرونه وايي، قاضيانو په دغو کسانو تور لګولی چې توغندي او چاودېدونکي توکي يې هم جوړول.

دغه کسان له هغه يوه ورځ وروسته په مرګ محکومېږي، چې نوي نومول شوي لومړي وزير ابرهيم محلب ويلي د ''هېواد په هر ګوټ کې به اورپکي وځپي''.

ښاغلی محلب وروسته له هغه د صدارت مقام ته ورسېد، چې مخکني موقت لومړي وزير حازم الببلاوي او د هغه کابينې استعفا وکړه.

ښاغلی الببلاوي د ۲۰۱۳ کال په جولای کې د پوځ له لوري د پخواني ولسمشر محمد مرسي له پرځېدو وروسته وټاکل شو.

له هغه وروسته له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور د حکومتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

څو مياشتې وړاندې حکومت د محمد مرسي ګوند، اخوان المسلمين ترهګره ډله اعلان کړه او له خلکو يې وغوښتل چې له دغې ډلې سره اړيکې ټينګې نه کړي.

ورته مطالب