جان مکېن عراق ته د اپاچي چورلکو ځنډول غوښتي

د انځور حقوق AP
Image caption واشنګټن تېره میاشت هلفایر توغندي او بې پيلوټه الوتکې عراق ته ورکړې وې

د امريکا يو سناتور جان مکین ویلي عراق ته يې د ۲۴ اپاچي چورلکو د ورکولو معامله ځنډولې ده.

دی وايي دا تړون به د هغو ادعاوو تر سپيناوي ځنډېدلی وي، چې ګواکې عراق له ایران څخه وسلې پيري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنې ويلي بغداد د سه شبنې په ورځ د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې عراق د نږدې ۲۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت ایرانۍ وسلې او مهمات پيرلي.

امریکا وايي که دا معامله ترسره کیږي نو دا به د هغو بندیزونو خلاف کړنه وي چې د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا پر تهران لګول شوي دي.

دعراق د مرستیال لومړي وزیر په ګډون یو شمیر سني سیاستوالو د هغه څه له امله په غصه دي چې ګواکې د شیعه ګانو په مشرۍ د عراق حکومت کیدای شي له ايران سره د وسله د ترلاسه کولو کومه پټه معامله کړې وي.

مخکې تر دې د امریکا د بهرنویو چارو وزارت د دغه راپور په اړه ژوره اندېښنه په ډاګه کړې وه.

رویترز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د هغو اسنادو په اساس چې تر لاسه کړي يې وو له بغداد نه راپور ورکړ چې عراق له ایران سره د وسلو د پيرلو په تړاو د ۱۹۵ میلیونه ډالرو تړون لاسليک کړی.

رویترز زیاتوي چې دا تړون د عراق او ایران د دفاع وزیرانو له لوري امضا شوی او د ۴ میاشتو پخوا خبره ده.

واشنګټن په تیره میاشت کې هلفایر توغندي او بې پيلوټه پلټونکې الوتکې د عراق په واک کې ورکړې وې.

او اوس د اف ۱۶ جنګي الوتکو د سپارلو په درشل کې دی چې څه موده کیږي د نوري المالکي د دولت د ملي شورا د اندیښنو له امله ځنډنۍ شوی دی.

ورته مطالب