۱۲ ورځې په دوزخ کې

د انځور حقوق
Image caption "ما د قذافي لپاره باسکټبال وکړ- او نژدې ټول ژوند مې ضایع کړ"

د باسکټبال امریکایي ۲۶ کلن لوبغاړي الیکس اوومي دا تمه نه لرله، چې ګني لیبیا کې به د حکومت ضد پاڅونونو څپې هلته د ده مسلکي ژوند ته هم پای ورکوي، په ۲۰۱۰ کال بنغازي کې له النصر لوبډلې سره د هغه د تړون تر څو میاشتو تېرېدو وروسته، کورنۍ جګړه پیل شوه، وايي داسې جرمونه یې وکتل، چې ان په خوب یې هم نه وو لیدلي.

دغه نایجریایی الاصله امریکایی لوبغاړی په لیبیا کې د خپل لوبیز ژوند کیسه کوي، خو وايي تر پایه نه پوهېده چې ګني د معمرالقذافي د ګټو لپاره د النصر لوبډلې ته جلب شوی دی.

دی وايي، چې قذافي تر ټولو وېروونکی سړی و.

الیکس اوومي د لیبیا تر ټولو لوی ښار بنغازي ته د ۲۰۱۰ دسمبر پر ۲۷ ورسېد، چې تود هرکلی یې وشو، یو لوکس کور ورکړل شو، چې منځ یې په طلا سینګار شوی و، همدا وو چې ده خپل دغه کور له هندي "تاج محل" سره ورته بللی دی.

بیا وروسته پوی شو، چې ګني دغه کور د قدافي د زوی المعتصم دی؛ ځکه چې په هره خونه کې د هغه انځورونه ځوړند وو، خو د ده لپاره د ګردې اروپا په پرتله دا غوره ځای و.

د قذافي د ګټو لپاره لوبه

خو د هغه لپاره د پوهېدو وړ تر ټولو مهمه خبره دا وه، چې النصر لوبډله د قذافي وه، چې د دغې لوبډلې د مشر احمد په وینا: "اوس ته د قذافي د کورنۍ ګټو خوندي کولو لپاره لوبېږې".

د انځور حقوق

اوومي وړاندې وايي، چې له قذافي سره یې نایجریا کې د ماشومتوب پرمهال پېژندل، ځکه چې قذافي له نایجریايي ولس سره مینه لرله او هلته ډېر مشهور و، په ورځپاڼو او تلوېزیونونو کې به یې تل انځورونه او خبرونه راتلل.

قذافي له نایجریا او نیجر سره پرله پسې مرستې کولې، چې وايي: "باوري وم چې هغه د نېلسن منډېلا په څېر دی".

خو د ډګروال قذافي په باب د اوومي نظر د هغه له لوبډلې سره د لومړۍ ورځې د تمرین پروخت واوښت، ځکه چې د لوبډلې زیاتره لوبغاړي خواشیني او ترهېدلي ښکارېدل، همدا وو چې دغه امریکايي لوبغاړي له خپل لوبیز سنیګالي ملګري مصطفي نیانج د دوی د اندېښنې په اړه وپوښتل.

خو د هغه ځواب هېښوونکی و، لوبغاړو لوبه بایلوده، همدا ده چې لوبغاړو ته باید د هغوی مالي حقونه ورنه کړل شول، ان فزیکي زورزیاتی هم ورسره وشو، اوومي وايي: "د لوبغاړو پر بدنونو او مړوندونو مې د وهلو نښو ولیدې، ټول ترهېدلي وو، خبره د لوبې، تېروتنې او یا زیان نه وه، بلکې ترې لوړه وه".

خو د دې ټولو ترڅنګ قذافي او زامنو یې له لوبډلې سره د ډېر زیات سخاوت ځانګړنه هم لرله، طرابلس کې د یوې سیالۍ پرمهال لوبډله له بنغازي په یوه ځانګړې الوتکه کې هلته یووړل شول، کټ مټ لکه امریکايي لوبډلې چې داسې امکانات لري، قذافي او د هغه زوی السعدي، چې لیبیا کې د لوبو مسؤول و، هم لوبغالي ته ورغلل، تر بریالیتوب وروسته قذافي هر لوبغاړي ته زر ډالر جایزه ورکړه.

تر دغو سیالیو وروسته، چې اوومي په کې رغنده رول لوبولی و او د ژوند یوه پاڼه یې بدله شوې وه، د قذافي له کورنۍ سره لا نور اشنا شو، او هرځای ته به چې تله، د درناوي په سترګه ورته کتل کېدل، هوټلونو کې به یې بې پیسو خواړه خوړل، هرڅه به یې له پیسو پرته ترلاسه کول، له جیرابو نیولې ان تر تلوېزیون او کمپیوټر پورې.

دغه امریکایی لوبغاړی وايي: "هرڅه مې له پیسو پرته پیدا کول، بازارونو کې به مې هرڅه چې زړه وو اخیستل، خو پیسې مې نه ورکولې، داسې لکه ډېر پورونه چې لرم، بیا وروسته په هره لوبه کې کامیابېدو هېچا وېره نه لرله، همدا وو چې د لوبډلې مشر شوم".

د دغه امریکايي باسکټبال لوبغاړي دغه له خوښیو او اسناتیاوو ژوند ډېر دوام ونه کړ، په مصر کې پاڅون پیل شو، مصري تابعیت لرونکی روزونکی شریف دې وضعیت ډېر خواشینی کړ، لیبیا کې هم د پاڅون نښې راڅرګندې شوې، خو هېچا جدي ونه ګڼلې.

د ناورین پیل

خو د ۲۰۱۱ فبرورۍ پر ۱۷، هرڅه بدل شول، هغه کور چې اوومي ترې د ټول بنغازي تماشا کوله، نور د هغه له واکه ووت، اوومي د ګهیځ پر نهو بجو او پنځلسو دقیقو یوه وېروونکې صحنه ولیده، نژدې ۲۰۰ یا ۳۰۰ کسانو د پولیسو مرکز مخې ته مظاهره وکړه.

خو دا هلته عادي خبره وه، لاهم هېواد ارامه و، خو د پوځ له چټک ورتګ سره وضعیت ډېر خراب شو، له هېڅ مخکني خبرداري پرته پر مظاهره کوونکو ډزې پیل شوې، ګڼ په کې ووژل شول او ټپیان شول او پاتې نور تښتېدل.

دی دغه شېبه یو کابوس او وېروونکې صحنه بولي، هرې خوا ته د مرمیو باران و، همدا وو چې اوومي وايي پر ځمکه پروت ته اړ شو، خو وايي دا هرڅه د خوب لیده و، د مرمیو باران کې اوومي تر خپلې خونې پورې ځان ورساوه.

د ناورین پاتې کیسه داسې کوي: "له روزونکي شریف سره مې ژر اړیکه ونیوه، ویل یې چې همدا اوس له لیبیا وځي او مصر ته روان دی، له ما یې وغوښتل چې زما مرستې ته یو کس رالېږي تر هغه باید ونه وځم، بیا وروسته تقریباً مخابراتي وسایلو کار پرېښود، انټرنېټ هم نه و".

د انځور حقوق

ناڅاپه د اوومي د کور ور وټکول شو، د وره پرانیستو سره یې دوه پوځیان دروازې ته مخامخ ولاړ وو، له هغه یې وپوښتل چې: "ایا لیبیایی یې که امریکایی؟ "، اوومي سملاسي خپل امریکایی پاسپورت راویوست، پوځیانو دی پرېښود او ووتل، خو لاهم د کور مخې ته غوغاوې او ډزې روانې وې، خو کله یې چې د کور دروازه پرانیسته، ګاونډی یې پر ځمکه پخپلو ینو کې لت پت پروت و.

همداشان یو پوځي یې د ګاونډي پر یوه ۱۶ کلنه لور د جنسي تېري د هڅې پرمهال ولید، خو کله یې چې د نجلۍ د مرستې لپاره هڅه وکړه، بل پوځي راغی او هغه ته یې د مرګ ګواښ وکړ، اوومي وايي بېرته خپل کور ته ننوت.

هلته ژوند رښتیا هم پر یوه ناورین واوښت، اوومي وايي چې رښتیا هم په یوه ریښتیني کابوس کې اوسېده ": د قذافي د زوی کور کې بندي وم، له هېچا سره مې اړیکه نه شوی نیولی، هرځای چیغې او نارې وې، خلک له کورونو نه شوی وتلی، ماشومانو له لوږې ژړل، هېڅ خواړه نه موندل کېدل".

لیبیايي وګړي د خوړو په زېرمه کولو نه وو عادت شوي، د اړتیا وړ هرڅه به یې هره ورځ له بازاره اخیستل.

دی زیاتوي: "کرۍ ورځ د چیغو او ډزو غږ ختم نه شو، د جګړې په سیمه کې راګیر وم، خوب مې ورک شو، له دغه دوزره د ژغورلو لپاره د امریکايي سمندري بېړۍ په انتظار وم، د یوه امریکايي وګړي په توګه زه ډېر په خطر کې وم".

د انځور حقوق

په څو ورځو کې ډېر بدلون راغی، د اوومي د کور مخامخ پولیسو مرکز وسېځل شو، اوبه او برېښنا په بشپړ ډول پارچاو شول، خواړه ختم شول، ژوند له چتې ووت، خو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره یې نورو لارو ته مخه کړه، لومړی ګواښ او خطر لوږه او تنده وه، درې ورځې بې خوړو او بې اوبو ژوند.

دغه امریکایی لوبغاړی زیاتوي چې: "د خوړو موندلو لپاره مې بهر ته د وتلو وس نه و، ځکه چې د لیبیا پوځ بنغازي کې هرڅه څارل، الوتکو هر خوځېدونکی په نښه کاوه، د چینجیو او ګونګټو خوړو ته اړ شوم؛ ځکه چې یوه مخکني پروګرام کې یې اورېدلي وو، چې د اړتیا او بېړني حالت پرمهال د دغو څیزونو خوړل روا دي".

په دغه دوزخ کې تر ۱۲ ورځو وروسته، ژغورونکی راغی، د لومړي ځل لپاره یې د تیلېفون زنګ واورېد، د سنیګالي لوبډلي ملګري مصطفی اړیکه ورسره نیولې وه، هغه هم ویل، چې د سیمې بله خوا کې پخپل کور کې ایسار دی، او د وتلو توان نه لري.

له دوزخه تېښته

په دا بله ورځ مصطفی ورته وویل، چې د لوبډلې مشر احمد له دوی سره له لیبیا په وتلو کې همکاري کوي، خو لومړی باید دوی هغه ته ورشي، که څه هم هغه له دوی دوې ودانۍ لیرې و، خو لاهم له وېرې پر سړک نه شوای تللی.

په پای کې پرېکړه دا شوه چې له خطر سره سره ووځي، خو ناڅاپه یې کوچني ماشومان ولیدل، چې له وسلو سره د ده مخې ته ولاړ وو، خو ځینو وپېژانده ځکه چې له ده سره یې لوبه کړې وه، او دی به یې "اوکوشا" – د نایجریا د فوټبال ستوری- باله.

کله چې دوی اوومي په کمزوري حالت کې ولید، چې پر لار یې د تګ وس هم نه لاره، د احمد تر کوره یې ورساوه.

د انځور حقوق
Image caption د لیبیا بنغازي کې هغه ودانۍ چې الېکس په کې اوسېده.

هلته یې خپل سنیګالی ملګری مصطفی په انتظار و، خو دا یې هېڅ په خاطر کې نه راتلل، چې اوومي دې دومره کړاوونه تېر کړي وي، مدیر ته یې وویل چې وضعیت یې خطرناک دی، خو له هېواده وتل یې لا ډېر خطرناک دي، لومړی باید د مصر پولې ته ځان ورسوي او بیا له هغه ځایه بهر ته وتښتي.

خو دا ټول احتمالات له خطره خالي نه وو، بلکې هره دقیقه یې د مرګ خطر و، دی وايي: "څو ورځې مخکې مو د کامیرون د لوبغاړي د وژل کېدو خبر واورېد، چې یاغیانو له بنغازي د وتلو پرمهال برید پرې وکړ، او په صحرا کې یې د هغه موټر ودرواوه، شاید اوس هم داسې وشي".

له دوو اونیو وروسته د لومړي ځل لپاره د پاکو اوبو تر څښلو او او کیک خوړلو وروسته، اوومي کې د ژوند ساه پیدا شوه، او بېرته خپل کور ته ستون شو، خپل ټول کالي یې په یوه بکس کې واچول، یوه لیبیايي سړي مصطفی موټر وروست او د مصر پر لور د تښېتې سفر یې پیل کړ.

د سفر پرمهال له دوی سره تل د مرګ وېره وه، د تلاشۍ ډېرې پوستې او هرځای مړي پراته وو، ماشومانو هم وسلې راخیستې وې او د وژلو لپاره هوسېدل، تاوتریخالی د هر وګړي دنده ګرځېدلې وه، پر اوو تلاشیو تېر شول چې په ځینو کې ووهل شول، ورټل شول او ان په مرګ او پر ځمکه کشولو وګواښل شول.

لیبیایي چلوونکي به هرځل یاغیانو ته ویل چې دا "یوازې د باسکټبال لوبغاړی دی او مصر ته ځي".

دوی د ۶ ساعتونو دغه سفر ایله په ۱۲ کې طی کړای شو، اومي وايي: "مصري پولې ته ورسېدو، د کډوالو پنډغالي کې مو درې ورځې تېرې کړې، د روزونکي شریف تیلېفون راغی، اسکندریې ته یې د تللو غوښتنه رانه وکړه چې هلته څو ورځې د درملنې لپاره پاتې شم، ورسره موافق شوم، ځکه نه مې غوښتل چې کورنۍ مې په داسې حالت کې وګوري".

مصر او د ژوند ساه

الیکس اوومي په مصر کې خپل ژوند بېل ډول انځوروي، شریف یې تود هرکلی وکړ، خو په لومړي سر کې یې هغه ونه پېژانده، ځکه چې کړاوونو یې د مخ کاسه او څېره بدله کړې وه، شریف ورسره درملنه کې همکاري وکړه، ان د اسکندریې د اولمپیک یوه کلپ کې یې د تمرین اسانتیا هم ورته برابره کړه.

د بدلون کال

۲۰۱۰، د دسمبر ۱۷- د تونس لاسي خرڅوونکی محمد بوعزیزي د پولیسو مخې ته ځان ته اور ورته کړ او مظاهرې پیل شوې

۲۰۱۱، د جنورۍ ۱۴- د تونس ولسمشر بن علي وپرځول شو

۲۰۱۱، د فبرورۍ ۱۱- د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک وپرځول شو

۲۰۱۱، د فبرورۍ ۱۷- لیبیا کې د غوسې ورځ

۲۰۱۱، د مارچ ۱۵- سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد پرضد لومړۍ مظاهره

۲۰۱۱، جولای ۱۵- لنډمهالې انتقالي شورا د لیبیا د حکومت مشري واخیسته

۲۰۱۱، اکتوبر ۲۰- ډګروال قذافي او د هغ هزوی متعصم ووژل شول

دی وايي: "د اولمپیک له لوبډلې سره ولوبېدم، خو زما روغتیايي وضعیت ډېر ناوړه و، ډېرو ناروغیو کمزوری کړی وم، خو شریف مرسته راسره وکړه، په رسمي توګه له لوبډلې سره یوځای شوم، په ۱۳ سیالیو کې بریالي شوو، اتلولي مو هم وګټله".

د اتلولوې تر ختمېدا وروسته اوومي د امریکا متحدو ایالتونو ته ستون شو، خو لا یې هم روغتیايي وضعیت ښه نه و، ډېر کړېدلی و، په ذهن او مغزو کې یې د لیبیا ناوریني انځور ټینګ ځای نیولی و، ۱۵ ساعته به یې پر ځان پورې ور بند کړی و، خو درمل یې خوړل، ایله څلور ساعته خوب یې درلود.

دی وايي: "تل مې بنغازي کې د خپلو ملګرو په اړه فکر کاوه، دوی د تېښتې هېڅ ځای نه درلود، یو شمېر یې جګړې ته مخه کړه، لاهم له مصطفی سره غږېږدم، تېر اوړی مې هغه ولید، داسې یو لکه د ژوند شریکان".

ورته مطالب