مصر د وینا د ازادۍ محاکمې هوډ کړی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په مصر کې د الجزیرې تلوېزیون د انګلیسي خبرونو درې خبریالان د (فبروري ۲۰) محاکمه شول، چې د بشري حقونو فعالین د مصري حکومت دا عمل د وینا د ازادۍ له منځه وړل بولي.

له قاهرې د بي بي سي اورلا ګیورین لیکي:

په تېر دسمبر میاشت کې جایزه ګټونکی استرالیایی خبریال پیټر ګریسټ د مصر پلازمېنې قاهرې ته د خپل ورځني کار لپاره ورسېد.

دا مصر ته د هغه لومړنی سفر و.

هغه د نیل پر څنډه په مارکیټ کې توکي رانیول، چې ورڅېرمه هوټل او د الجزیرې تلوېزیون یو دفتر هم پروت دی.

نوموړی له مصر د خبري پوښښ له لټه کې و، خو څه خبر و چې یو څو اونۍ وروسته به د بي بي سي دغه مخکنی خبریال پخپله خبر جوړېږي.

نوموړی او د هغه د الجزیرې تلوېزیون د انګلیسي برخې یو ملګری او مصری خبریال، د کاناډا تابیعت لرونکی او قاهره کې د الجزیرې د تلوېزیون مشر محمد عادل فهمي او مصری پروډیوسر باهر محمد هم له ده سره یوځای ونیول شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د الجزیرې درې خبریالان د قاهرې "طرة" په نامه زندان کې بندیان دي.

په تېره پنجشنبې، په پام کې وه، چې د قاهرې جنايي جرمونو ضد محاکمه کې راڅرګند شي، ځکه چې پر دوی د دروغ خبرونو خپرولو تور پورې شوی و، خو تر ټولو خطرناک تور پرې له ترهګریزو شبکو سره د همکارۍ تور و.

که چېرې دوی پړه وخېژي، تر څو کلونو بند پورې حکم ورباندې ختلی شي.

'له قانون سرغړونه'

مصر دا ردوي، چې ګني د خبریالانو نیونه د وینا د ازادۍ پرضد قضیې سره تړاو لري. وايي چې د الجزیرې خبریالانو په ناقانونه توګه کار کاوه؛ ځکه یې دوی د خبریالۍ د فعالیت جواز نه درلود.

یوه مصري چارواکي ویلي: "موږ د بهرنیو خبري اژانسونو تر ۱۰۰۰ ډېرو خبریالانو ته د کار جوازونه ورکړي، او دوی په ازاده توګه کار کوي. که چېرې تاسو قانون مات کړئ، دا د وینا ازادي نه ده".

د الجزیرې پر کارکوونکو او خبریالانو معمولاً د پوځ په ملاتړ د لنډمهالي حکومت له خوا بریدونه کېږي.

الجزیره د قطر د حکومت تلوېزیون دی، چې د مصر د اخوان المسلمین ګوند ملاتړ کوي، خو مصر دغه شبکه د اسلامپالو په خواخوږۍ تورنوي.

خو د الجزیرې تلوېزیون چارواکي بیا د مصر دغه ادعاوې له تعصبه ډکې بولي.

د الجزیرې تلوېزیون د انګلیسي خبر راغونډونې د برخې مشر هیتر الن وايي: "دغه تورونه بابیزه او بې اب او بې نمکه دي. زموږ لپاره مصر د خبرونو لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده. موږ باید تل هلته وو، موږ باوري یو چې موږ ښه کار کوو".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پیټر پلار جوریس ګریسټ: "دا یو وحشتناک کار دی، وحشتناکه تېروتنه ده".

تر اوسه د مصري زندان تیاریو کې د خبریالانو نژدې دوې میاشتې وخت تېرېږي.

تېره میاشت پیټر ګریسټ په یوه لیک کې ویلي وو چې "د زندان په خونه کې هره ورځ ۲۴ ساعته بندي کوټه قلفي یم، له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې یوازې او یوازې د پوښتنو ګروېږنو لپاره بهر ته د وتلو اجازه راکړل شوې".

د ګریسټ ملګري هم په ډېر ناوړه حالت کې دي.

ویل کېږي، چې محمد فهمي د ناروغۍ له کبله له تېرو څو ورځو راهیسې پر ځمکه پروت دی او د درملنې غم یې هېچا نه دی خوړلی.

درې واړه کسان اوس په یوه خونه کې دي، خو د ورځې یوازې یو ساعت د لوبو لپاره بهر ته پرېښودل کېږي.

د پیټر د لیک پربنسټ، د دوی یوازېنۍ ګناه دا ده چې ګني له هغو پټو اسنادو او کیسو یې پرته پورته کړې ده، چې نور خبریالان یې پخپل پوښښ کې نه نیسي.

په تېر جولای کې د مصر پوځ منتخب ولسمشر محمد مرسي له واکه لیرې او بندي کړ، چې په تعقیب یې پراخ لاریونونه وشول او د اخوان المسلمین سلګونه غړي او د دوی ملاتړي ونیول او ووژل شول.

راستنېدونکې وېره

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جرمني خبریالاه رینا نیتجس د هغو ۲۰ خبریالانو په ډله کې وه، چې له مصر څخه د وتلو تر شېبې پورې د حکومت تر تعقیب لاندې وو.

له قاهرې زرګونه میله لیرې په استرالیا کې د پیټر ګریسټ مور او پلار لاهم نه پوهېږي، چې د زندان تر پنجرو هاخوا یې له زوی سره څه معامله کېږي.

د پیټر پلار جوریس پیټر بي بي سي ته وویل: "هغه یو مسلکي خبریال دی، په ښه معیار یې کار کاوه. هغه له دوو اونیو راهیسې هلته دی، د خپل کار پرمهال له ترهګرو سره د تړاو په تور نیول شوی. تاسو یو سړی له دې کبله نه شئ جزايي کولی، چې یوازې پیغامونه مو یې نه خوښېږي".

خو ګوتنیوونکي وايي، همدا خبره ده، چې مصر د خپل ځان په مخالفت کې وینا هم نه شي زغملی.

دغه درې خبریالان د هغو ۲۰ خبریالانو له ډلې دي، په تېره جنورۍ کې د حکومت تر تعقیب لاندې وو.

په دوی کې یو د جرمنۍ ورځپاڼې او رادیو خبریاله رینا نیتجس هم ده، چې په ماریوټ هوټل کې د الجزیرې له محمد فهمي سره د یوې کتنې پرمهال له دې کبله نیول شوې، چې ګني دوی ټول یو ډول کار کوي.

خو نوموړې د خپل سفارت په همکارۍ له مصر ووتله.

په مصر کې زیاتره خبریالان وايي، چې دوی اوس د وېرې په فضا کې کار کوي.

له دغو خبریالانو یو هم ۲۳ کلن مصعب الشامي دی.

د عکاسۍ برخه کې یو خبریال د ۲۰۱۱ له وخته د ګډوډیو انځورونه اخیستل، خو د محمد مرسي تر راپرځېدا وروسته، نوموړی د ډېر خطر او یا هم زندن ته د استولو له وېرې ډېر لږ انځورونه خپروي:

دی وايي: "دا زما لویه اندېښنه ده؛ ځکه چې پوهېږم زموږ تر وتلو مخکې دا وضعیت که کلونه نه وي، شاید څو میاشتې دوام وکړي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په مصر کې د خبر جوړونې لپاره د توازن ساتل رښتیا هم ګرانه خبره ده

"موږ ولیدل چې په مصر کې څومره خبریالان د بې اساسه تورونو له کبله ونیول شول، او په زندان کې له میاشتو راهیسې پراته دي. رښتیا هم زندان کې وخت تېرول له عادي ژوند ډېر توپیر لري".

د نه خوړو اعتصاب

د ځوان عکاس لپاره، د وینا ازادي یوه د اندېښنې وړ موضوع ده.

د هغه مشر ورور عبدالله هم له تېر اګست میاشتې راهیسې زنداني شوی.

د الجزیرې د عربي تلوېزیون خبریال هغه مهال ونیول شو، چې د اخوان المسلمین د ملاتړ د هغې مظاهرې خبر یې جوړاوه، چې په لړ کې یې امنیتي ځواکونو سلګونه کسان ووژل.

د الجزیرې د درو خبریالانو پرخلاف، عبدالله الشامي ته تر اوسه د محاکمې نېټه نه ده ټاکل شوې. دغه ۲۵ کلن تر اوسه تورن شوی هم نه دی.

د تېرې جنورۍ پر ۲۱، هغه په زندان کې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی، یوازې مشروبات څښي، خو له نورو خوړو یې خپله خوله تړلې ده.

د نوموړي د ورور له خوا پر فېسبوک له زندانه د هغه دا پیغام خپور شوی چې: "زه د هېڅ کومې ډلې یا ایډیالوژۍ پلوي نه یم. زه له خپل وجدان او انسانیت سره تړاو لرم. زما هیله او حیثیت په هېڅ شي نه شي ماتېدلی".

د بشري حقونو فعالین وايي، چې مصر د الجزیرې ۱۳ کورني او بهرني خبریالان نیولي دي.

دغه هېواد اوس په ګرده نړۍ کې د خبریالانو د نیونې له کبله ۱۰ هېواد ګڼل شوی دی.

د بشري حقونو د عربي شبکې د مشر جمال عید په وینا، د وینا پر ازادۍ د مصري حکومت اوسنی برید تر ټولو ډېر سختګیره دی:

"د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال د عراق په پرتله، او یا ان د اډولف هیتلر د واک پر وخت د جرمني په مقایسه اوس د مصر وضعیت ډېر ناوړه دی".

په مصر کې د مخالفانو ارامول د خبریالانو له موضوع هاخوا قضیه ده.

د سیاسي چارو کارپوه عمرو حمزاوي پر ټویټر د هغه پیغام له کبله له پوښتنو او تورونو سره مخامخ دی، چې د محکمې پرېکړه یې ناسمه بللې وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پوهنتون پر استاد او د پارلمان پر دغه مخکني غړي له هېواده بهر د وتلو بندیز لګول شوی دی.

د پوهنتون پر استاد او د پارلمان پر دغه مخکني غړي له هېواده بهر د وتلو بندیز لګول شوی دی.

دی وايي: "د علمي کسانو، سیاستوال او روشنفکرانو د ارامولو لپاره د وینا پر ازادۍ رنګارنګ بندیزونه په ډېرېدو دي ".

"موږ رښتیا هم د مبارک د واکمنۍ په پرتله اوس په ډېر ناوړه وضعیت کې یو؛ ځکه ان د مبارک پروخت د وینا د ازادۍ محدودیت و، خو اوس اوس بیخي وضعیت خراب شوی دی".

کله چې د الجزیرې د خبریالانو قضیه تر محکمې ورسېده، ان تر سپینې ماڼۍ پورې یې په اړه بهر کې غبرګونونه راوپارول او د دوی د خوشي کېدو غوښتنې وشوې.

دلته ګڼ پر دې اند دي، چې غواړي د کیسې دواړې غاړې ووايي، چې اوس په مصر کې روا کار ته هم د ناروا په سترګه کتل کېږي.

ورته مطالب