په زور کب نیولو ته اړایستل ‌

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بشري حقونو فعالین واييو له کارکوونکو د کب نیونې په زور کار اخیستل په ''لوی لاس'' دوام لري.

تایلنډ په نړۍ کې د سمندري خوړو درېیم لوی صادروونکی هېواد دی،‌ چې په اروپا او امریکا کې مارکیټونو ته سمندري خواړه رسوي،‌ خو په دې توردن دی،‌ چې ګني د کب نیوونکې ډلې او کښتۍ له برمايي او کمبودیايي خلکو سره یوځای کوي،‌ چې دوی ته د غلامانو په توګه کبان ونیسي.

پوځي موزیک د ګرمې سمندري سیمې د لمر وړانګو کې غږول کېږي.‌ زموږ مخې ته شاوخوا ۱۰۰ پولیس او افسران په کتارونو کې ولاړ دي، او د پوځي دوه لوی موټر هم څارونکي غوندې ښکاري. جنرال چتچوال سوکسموجیت د پولیسو مشر دی،‌ چې د پوځيانو کتار سر او بېخ ته قدمونه وهي،‌ خپل لاسونه او سر خوځوي او سلامي کوي.

د هغه توربخنې عینکې ځلېدونکې خړرنګه دریشي د هغه د اهمیت څرګندونه کوي.

د هغه له سترګو له ورایه ښکاري، چې موږ ته وايي د نورو پولیس افسرانو د کښتیو رارسېدو ته تم شئ،‌ چې ژر به د مالیزیا له پولې دېخوا له ملاکا اوبو او تنګي راتېرې شي.

دغه جنرال د هغې یوې کمېټې مشري کوي،‌ چې د کب نیونې په پلمه هلته د انسانانو د قاچاق کولو د چارو مخنیوي ته ګمارل شوې ده،‌چې د ده په ټکو دا یو ډېر چټل،‌ خطرناک او ستونزمن کار دی.‌

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال چتچوال سوکوسمیت د مالاکا سمندرڅنډه کې ګزمه کوي.

د بشري حقونو ډلې ادعا کوي، چې د تایلنډي کب نیولو لړۍ تر دې ډېره خطرناکه ده. فېل رابرټسن د بشري حقونو یو فعال دی،‌ چې د کډوالو چارو نړیوالې سازمان لپاره یې یو رپوټ هم لیکلی دی،‌ وايي چې په زور په خلکو کار کول ((په لوی لاس)) او ((ډېر سرایت کوونکی)) کار دی:‌

"لویه ستونزه چې موږ ورسره لاس او ګرېوان یو،‌ دا ده که چېرې خلک کار ونه کړي، نو خلک په کښتۍ کې بې ګټې دي، دوی وژل کېدای او له کښتۍ بهر ته غورځېدلی هم شي. دا په هره کښتۍ کې نه رامنځ ته کېږي،‌ خو دا کار په دومره کچه کېږي، چې په دغه ځای کې د بې قانونۍ په اړه په کافي اندازه جدي پوښتنې راپورته کړي ".

هلته د ګمارلو په برخه کې هم کړکېچن وضعیت دی.‌ د کار د وزارت د شمېرو له مخې،‌ په تایلنډ‌کې د کب نیونې کښتۍ د ۵۰۰۰۰ کسانو لپاره کفایت نه کوي. د چونبوري بندر کې یو کپتان وايي نهیلي شوي دي:

"دا چې د تایلنډ‌کب نیونه ستونزمن کار دی،‌ په کښتۍ کې باید ځینې خلک اجباري کار ته اړ کړو ".

د ګڼو کښتیو څښتن او کپتانان پر دلالانو تکیه کوي، چې دوی ته کارکوونکي ومومي،‌ خو معمولاً دلالان بې باکه او بې ضمیره کسان وي، چې له ګاونډیو هېوادونو ځوان خلک په چل او ول خک د کار په پلمه راولي،‌ چې بیا یې له دې ځایه د تېښتې ټولې لارې تړلې وي.

د انځور حقوق BBC World Service

تایلنډي جنرال مخکې له دې چې برمايي کښتۍ سپرو ته پر کښته د ځان ټینګولو امر وکړي، پخپله ژب یې داسې اعلان وکړ چې:‌ "د نن ورځې د ماموریت پام د قاچاق کوونکو پر موندلو او اجباري کار ورټول دی ". د کښتۍ د عملې کالي څيرې پیرې وو،‌ خو زیاتره یې پښې لوڅي وو.‌

کله چې زه له برمايي وګړو سره وغږېدم،‌ دوی په ډېره ارامۍ او ورو خبرې کولې،‌ له کپتان خپه او اندېښمن ښکارېدل.‌

یوې ډلې وویل چې دوی نه پوهېږي چې دلته په کښتیو کې د څه شي لپاره د برما یا میانمار له لوېديځ ولایت راخاین څخه راوړل شول.‌ دوی دلال ته ۷۵۰ ډالر ورکړل،‌ چې د کار لپاره یې راورسوي.‌ یوه سړي په ټيټ غږ راته وویل چې له اوو میاشتو راهیسې دلته دی،‌ خو لاهم مزدوري نه ده ورکړل شوې.‌

معمولاً د کمبودیا یا برما ناقانونه کارکوونکي له دلال سره ګوري او هغه د فابریکې د کار موندلو ژمنه ورسره کوي.‌ هغه یې مني او ځان کامیاب بولي،‌ خو دلال یې د سمندر غاړې ته تر کښتیو رسوي.‌ هلته قرباني شویو خلکو ته ویل کېږي،‌ چې ګني د دوی پر رارسول کېدو ډېرې پیسې لګېدلې دي.

خو کله چې دغه ناقانونه کارکوونکي او کډوال د تېښتې هڅه وکړي، پولیس یې د ناقانونه کډوال په تور نیسي او یا یې له خپلې خاورې شړي.‌

یوه کمبودیايي سړي راته وویل چې له تېرو درو کلونو راهیسې دلته په کښتۍ کې دي، خو تر اوسه هېچا د ده مزدوري نه ده ورکړې،‌ بلکې ورته ویل کېږي، چې لا یې هم پور نه دی خلاص شوی.‌خو دا هم نه دي ورته ویل شوي چې څومره پوروړی دی.

جنرال او د هغه ډله له برمايي خلکو سره مخامخ خبرې نه کوي، ځکه چې دوی له ځان سره هېڅ‌ژباړن نه دی راوستی بلکې دا ځان ته معلوموي چې دغه کسان خو به د انساني قاچاق کوونکو له ډلې نه وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کېن بېړۍ وروسته تر هغه بندر ته راورسېده، چې عملې یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

تر ۲۰ دقیقو وروسته جنرال موږ ته د کښتۍ د رسېدو اشاره کوي.

ما ترې وپوښتل چې:‌ "ایا که تاسو یو ژباړن لرلی، نو ستاسو کار به اسانه نه وای؟ ". د هغه ځواب دا و چې معمولاً دوی په کښتۍ کې پر هغه چا تکیه کوي چې په برمايي ژبه پوهېږي،‌ لکه د کښتۍ د عملې مشر. خو ډېر کل داسې پېښېږي چې د عملې مشر هم د کارکوونکو په ځورولو او ناوړه چلند ککړ وي.

ما ترې وپوښتل:‌ "څرنګه پوهېږئ چې هلته اجباري کار او یا د انسانانو قاچاق نه شته؟ ". راته وویل چې: "هغه څه چې موږ کتلي،‌ هېڅ‌ اسارت خونه یا بندې خونې نشته.‌موږ د دوی پر بدنونو د تاوتریخوالي او ناوړه چلند کومه نښه ونه لیده. د دوی مخونو او سترګو ته په کتلو سره داسې نه ښکاري چې ګني د زور کار دې ترې اخیستل شوی وي ".

‌خو ما ته د دوی سیستم سم نه برېښېده.

کله چې چارواکي قاچاق شوي کسان ژغوي،‌ دوی معمولاً‌ د بنکاک په یوه څنډه کې پر یوه حکومتي زندان تېرېږي.‌

کېن ددغو کسانو له ډلې دی.‌ هغه وايي په یوه فابریکه کې د یوې ښې دندې ژمنه ورسره شوې وه،‌ خو یوې کوچنۍ کښتۍ کې ورټېل وهل شو چې په اونۍ کې اوه ورځې هره ورځ ۲۰ ساعته کبان نیسي.‌کله چې هغه خبرې کوي، بټې ګوتې یې د (مینې) پر نړۍ راڅرخي او پر لاس یې د مینې خالونه له ورایه ښکارېدل.‌ دلال وايي‌‌ بندر ته یې د کېن د رارسولو پرمهال زښت ډېرې پیسې لګولې او اوس هغه ډېر پوروړی شوی دی.‌ میاشتې تېرېږي،‌ خو لاهم کېن د ډېرو نورو په څېر د مزدورۍ پیسې نه دي ترلاسه کړې.‌

دی وايي:‌ "خلک وايي، هرڅوک چې د تېښتې هڅه وکړي، پښې یې غوڅېږي،‌ لاسونه یې پرې کېږي یا ان وژل کېدای هم شي ".

د تېښتې په هڅه،‌ کېن له کښتۍ ټوپ اچولی او په ناتمام سمندر کې یې شپږ ساعته لامبو وهلې ده،‌ تر هغه چې نوموړی د یوې کښتۍ خوا پورته شو او د پتایا پناځای ته یووړل شو.‌ د نورو قاچاق شویو کسانو په څېر،‌ هغه خپل کور ته په تشو لاسونو ستنېدو سره د شرم احساس کوي خو کله چې پولیسو ونیو او بېرته یې خپل هېواد ته وشاړه،‌ هغه په ناقانونه توګه له سرحده بېرته اوښتی و چې تایلنډ‌کې کار ومومي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کېن په زندان کې د وېښتانو جوړولو هنر هم زده کړی دی.

دا ځل هغه ته ویل شوي وو چې یوه فابریکه کې د بسته بندۍ کار ورته پیدا شوی،‌ همدا وو چې ده موافقه وکړه.‌ خو هلته هېڅ‌فابریکه نه وه،‌ یوازې یوه کښتۍ وه خو پورونه یې له چتې اوښتي دي.‌ له نېکه مرغه،‌ د کښتۍ یوه بل سپاره کښتۍ کې یو موبایل قاچاق کړی و،‌ چې د مرستې لپاره پرې اړیکه ونیسي،‌ همدا وو چې دی هم د تایلنډي ځانګړو څارونکو د ادارې له خوا د ځانګړو عملیاتو پرمهال وژغورل شو.

‌د کار وزارت د چارو مرستیاله مشره پونټریک سمیټي ادعا کوي چې د کېن په څېر خلک داوطلبه وو.‌ "د کب نیونې ځینې نېک کسان هم وو چې د کارکوونکو درملنه یې کوله.‌ خو ستونزه دا ده چې کوچني عملیات ناثبت شوي دي ".

په شپږو کښتیو کې یوازې یوه یې راجستر شوې ده.‌ زیاتره کارکوونکي ناقانونه دي.‌دا مني چې د کارکوونکو د قانون سرغړونه شوه.

د بشري حقونو د څار فعاله فېل رابرټسن وايي، دوی په کوچنیو کښتیو کې وو،‌ چې کوچنۍ سرغړونې هم پکې شوې دي:

"که تاسو د هغه کب نیوونکي په اړه خبرې کوئ چې تایلنډۍ کښتې کې نیول شوی او بیا تللی،‌ د مالیزیا یا اندونیزیا اوبو ته رسېدلی بیا ورک شوی،‌ نو تاسو په حقیقت کې د هغه چا په اړه غږېږئ چې په زور کار ته اړ شوی.‌خو که د هغه کب نیوونکي په اړه غږېږئ چې په تایلنډي اوبو کې نیول شوی،‌ فرصت یې کم وي ".

د سیمه ییزې کب نیونې ډېروالی کب نیوونکې دې ته اړ کړي، چې د یمن په څېر لیرو ځایونو ته په کبانو پسې ولاړ شي، چې هر کال د کب نیونې د سوداګرۍ ګټه تر ۷ میلیارد ډالرو پورې رسېږي.

لویې بېړۍ کوچنیو کښتیو ته د سونتوکي ورکوي، او دوی ته د کښتۍ عملې هم چمتو کوي.

په سمندر کې ایسار کسان د تېښتې لار نه لري، او نه هم د خپل ناوړه وضعیت په اړه د شکایت حق لري.

ماکس تونون د کار د نړیوال سازمان غړی، چې په تېر سپتمبر کې یې د فابریکې په اړه یو راپور هم خپور کړی، وايي "نژدې ناممکنه" ده چې تایلنډ کې دې د کبانو د همکارۍ کړۍ سره بېلې شي.

د انځور حقوق BBC World Service

د مستهلکینو فشار شاید د دې لامل شي، چې د دغه صنعت برخه لا ډېره شفافه شي. د تایلنډ ماکیرېل او سردین کبان د ځینو لوېديځو مارکیټونو او هوټلونو له خوا په ښه بیه اخیستل کېږي، خو د کورنیو نښو یا چرګانو غوښې د تایلنډ تر ټولو ډېرو صادرېدونکو خوړو کچه جوړوي.

بل خوا، د تایلنډي ټولنې ګروپ وايي، له دوی سره یوازې د هغو کبانو غوښې له دوی سره ثبت دي، چې په کښتیو کې یې کبان نیسي، او رسمي کارکوونکي لري. یو استازی وايي، د شرکت کارونه له دوی سره تړلي دي، چې د بشري حقونو د پیاوړي کولو په برخه کې ښه ګامونه پورته کړي.

په ۲۰۱۲ کال کې د تایلنډ د تولیداتو ۵ سلنه ماکارېل او سرداین کبانو پوره کړې وه.

خو تون کبان یوازې د بېړیو د کب نیوونکو له خوا نیول کېږي.

په برما کې څو ورځې وروسته، موږ په بانګو کې د باڼس لرګیو په یوې جوړې شوې جونګړې کې ناست وو. دا د کېڼ کور دی. که څه هم شاعري فضا ده، خو د بې وزلۍ نښې له ورايه په کې ښکاري.

د کېڼ مور او پلار له خپل زوی هېڅ درک نه لري، کېن اوس ۳۲ کلن شوی.

د هغه پلار له وجوده نری سړی دی، وچ مخ او سوبخنه غاښونه یې له لیرې ښکاري. مور یې چاغه ده، چې د خړبخنو وېښتانو کوڅۍ یې پر سر نېغه ولاړه ده.

د کېڼ یوه وېډیو مې وروښودله، مور یې په لیدلو سره نارې چې: "همدغه دی! همدا زما زوی دی".

هغې خپل مخ ته لاسونه نیولي وو او ژړل یې، خو پلار یې خپل لاسونه پر خپلې مېرمنې د هغې د ارامولو لپاره نیولي وو.

مور یې وویل: "موږ یې په اړه هېڅ مالومات نه لرل".

د کېن پلار چې د خپلو سوربخنو سترګو اوښکې یې نه شوای کابو کولای، وویل: "زه ډېر خوشحاله یم، ډېر خوشحاله".

پر دې پوهېدل ډېر ستونزمن دي، چې د کېڼ په څېر ګڼې نورې کورنۍ هم د خپلو زامنو په انتظار شپې سبا کوي، او یا یې مېړونه په اوږده سمندر کې خطرناکه دنده ترسره کوي.

ورته مطالب