"پر ځناورو د درملو ازمېښت بند کړئ"

د انځور حقوق science photo library
Image caption په برتانیا کې هر کال پر درې میلیونو موږکانو درمل ازمویل کېږي.

په لوېدیځ کې د ځناورو د حقونو یو شمېر فعالان وایي هغه درمل چې د انسانانو لپاره جوړېږي، باید پر ځناورو یې ازمویل بند شي.

دوی وایي د درملو د کیفیت او وړتیا معلومولو لپاره نورې لارې هم شته، او ضروري نه ده چې اول دې په لابراتوار کې پر کوم ځناور تجربه شي.

خو د فارمسۍ یو شمېر ساینس پوهانو بیا وایي چې اوس هم د درمل جوړولو لپاره د ځناورو کارول یوه اړتیا ده.

اټکل کېږي چې په برتانیا کې هر کال پر درې میلیونو موږکانو درمل ازمویل کېږي.

د نړۍ په کچه دا شمېر هر کال لسو میلیونو ته رسېږي.

لامل یې دا دی چې انسانان او موږکان سره ورته جینیتک سېستمونه لري.

خو ځیني بیا پر دې کار نیوکه کوي.

د ځناورو د حقونو د دفاع نړیواله اداره وایي په درمل جوړونه کې د ځناورو کارول یو زوړ او له کاره لوېدلې چاره ده.

دغه اداره وایي د انسانو د ګټې لپاره باید ځناور و نه کړول شي.

خو ساینس پوهان بیا وایي په ځینو تجربو کې موږکان بې هوښه کوي چې درد احساس نه کړي.

او که تجربه داسې وي چې د موږکانو د کارولو ضرورت نه وي نو بیا د قانون او اخلاقو له مخې باید و نه کارول شي.

د برتانیا په ګډون په ډېرو هېوادونو کې کله چې نوي درمل جوړېږي نو مخکې تر دې چې انسان یې وکاروي، لومړی باید پر دوه ډوله نورو ځناورو و ازمویل شي.

په دې چاره کې لومړي قربانیان اکثراً موږکان وي.

په امریکا کې ساینس پوهان وایي که پر موږکانو درمل و نه ازمایو نو اړ یو چې د بېلا بېلو تجربو او څېړنو لپاره هر کال اتلس میلیونه انسانان لابراتوار ته راکاږو او تجربه پرې وکړو.

ورته مطالب