۲۰۱۴ کې به ازادي څرنګه وي؟

ازادي به څرنګه وي؟ د بي بي سی د ۲۰۱۴ ازادي فصل د یوې برخې په توګه، موږ دا په ډاګه کوو، چې په نړۍ کې د ازادۍ په اړه انګېرنې څه ډول دي.

موږ له پنځو هغو کسانو پوښتلي، چې د دوی په اند ازادي څه معنا لري او تمه لرو چې د دوی ځوابونه به تاسو ته د هنري کارونو په رامنځ ته کولو کې یو الهام وګرځي.

کریس هډفیلډ، ستورمزلی

د انځور حقوق

کریس هډفیلډ په ۲۰۱۳ کال پر نړیوالې فضايي اډې کې په کوزېدو سره د خپل پنځه میاشتني ماموریت پرمهال ډېر مشهور شو.

کله چې هغه په فضا کې و، نړۍ ته یې ښکته کتل او انځورونه یې پر ټولیزو رسنیو خپرول. یو انځور- چې برلین په شپه کې په کې ښکاري- هغه په داسې شېبه کې اخیستی، چې وايي د ازادۍ احساس یې کاوه.

له بي بي سي سره په خبرو کې کله چې هغه د لندن ساینس موزیم کې و، هغه وویل چې د لوېديځ او ختيځ برلین د رڼاوو ترمنځ توپیر "کټ مټ لکه د ازادۍ د غږ په څېر ښکاري".

نورمان کیمبر، عراق کې برمته شوی

د انځور حقوق

۷۴ کلن نورمان کیمبر د ۲۰۰۵ کال نومبر پر ۲۶ مه عراق کې برمته شوی و.

هغه د یوې مخکنۍ اورپکې ډلې (د ښېګڼې تورې) د اورپکو له خوا له درو نورو کسانو (چې یو یې ووژل شول) سره یوځای تښتول شوی و. په پای کې نوموړی د ۲۰۰۶ کال د مارچ پر ۲۶ د پوځي عملیاتو پایله کې خوشی شو.

کله چې هغه انګلستان ته ستون شو، لومړی یې پخپله باغچه کې قدم وهل پیل کړل.

دی وايي: "په باغ ګې چکر وهل د ازادۍ په وخت کې زما نظریه ده".

لیلا حسین، د FGM ضد کمپاین کوونکې

د انځور حقوق

نفسیاتي ډاکټره لیلا حسین د د نجونو د تناسلي الې لنډولو ضد کمپاین کوونکې ده. هغه مخکې له دې چې له خپلې کورنۍ سره سومالیا ته کوچنیوالي کې ولاړه شي، سعودي عربستان اوسېدلې ده.

هلته نجونې سنت کېدې، چې د لیلا په اند دا یو ډېر دردوونکی کار و، تر دې حده چې هغې رامنځ ته کېدونکې پېښې یې نه شوای زغملی، همدا وو چې د تېر ترخه یادونه یې په ذهن کې پاتې دي.

د هغې لپاره کتابونه د ازادۍ په مانا دي، چې له کړاوونو د تېښتې د ښه فرصت لپاره زمینه برابروي.

هغه وايي: "ازادي په دې مانا ده چې کله تاسو قضاوت ونه کړئ، او کتاب ماته دا فرصت راکوي چې زه خپل ورک شوی څیز پکې مومم، داسې چې په یوه جلا نړۍ کې یم".

جیمي والز، د ویکیپېډيا بنسټګر

د انځور حقوق

جیمي والز د انلاین ناسوداګریزې دائرة المعارف ویکیپېډیا او د ویکي وېب کوربه کمپنۍ مشهور بنسټګر او مشر دی. هغه د حکومتونو له لوري د "عادي خلکو" د څارنې په اړه ډېر اندېښمن دی. د ازادۍ په اړه هغه د واشنګټن د جیفرسن یادګاري څلی یوه بېلګه ده، او تر دې ور هاخوا بیا د ازادۍ لپاره د هغه د خوښې وینا د امریکايي پخواني ولسمشر توماس جیفرسن دغه یادګاري وینا ده چې وايي: "د خدای پر ابدي مذبح پر بشري عقل او هر راز استبداد ضد لوړه کوم".

دی وايي: "زما لپاره، دغه مقوله په رښتیا د ازادۍ جوهر راپېژني".

جیس تام، 'ناروغه'

د انځور حقوق

هنرمنده جیس تام عصبي نیمګړتیا او 'Touretteshero' لري، په دې ناروغۍ کې اغېزمن شوی بېلابېل غږونه او حرکتونه کوي، چې د غړو رپېدلو ناروغي هم ورته پیدا کېږي.

هغه وايي پرېکړه یې وکړه، چې خپل معیوبیت ناګاره ونیسي او پر یوه مثبت څيز فکر وکړي. هغې د Touretteshero' په نامه یو کرکټر جوړ کړ، چې د فعالیت د یوې سرچینې په توګه کار ترې اخلي.

هغه له ماشومتوبه په پښو له تګ سره مینه لري، خو اوس نه شي کولی، وايي له ازادۍ لیرې شوې ده، یوازې د ساتیري لپاره بهر ته راوځي.

د جیس لپاره، ګرځنده څوکۍ هرڅه دي، چې ازادۍ نړۍ ته یې د هغې سترګې وغړولې.

دا وايي: "زما ګرځنده څوکۍ او زما خوځښتونه هغه څه نه دي، چې زه یې معیوبه کړې یم. بلکې هغه څه معیوبه کړې یم، چې ازاد چاپېریال ته لاسرسی نه لرم".

ستاسې ازادي انځورونه

موږ ستاسې د ازادۍ د انځورونو په تمه یو، چې تر نورې نړۍ پورې یې ورسوو.