یانوکوویچ له روسیې خوندیتوب غواړي

د انځور حقوق AP
Image caption د اوکراین شړل شوی ولسمشر له روسيې خپل خونديتوب غواړي

د پنجشنبې په ورځ (فبروري ۲۷مه) روسي رسنیو د هغې اعلامیې متن خپور کړی چې ویل کیېږي، د ویکتور یانوکوویچ له لوري دی او پکې ټينګار شوی چې دی لا هم د اوکراین قانوني ولسمشر دی.

د رپوټ له مخې ښاغلی یانوکوویچ چې د شنبې په ورځ، پارلمان د لاریونیانو د وژنې په تور له دندې ګوښه کړ، په اعلامیه کې وایي"له روسيې مې غوښتي چې د بنسټ پالو په وړاندې مې شخصي خوندیتوب وساتي".

له دندې ترشړل کېدو وروسته ښاغلی یانو کوویچ نه دی لیدل شوی او ویل کېږي چې ښایي له خپل زوی او څو ساتونکو سره د اوکراین په کریمیا ټاپو کې وي.

د پنجشنبې په ورځ یوې ورسي تلویزیوني شبکې ویلي د اوکراین پخوانی ولسشمر په روسیه کې دی، خو د هغه د اوسېدو کره ځای ځایګی یې نه دی ښوولی.

وړاندې ځینو روسي رسنیو ویلي وو چې ښاغلی یانوکوویچ د مسکو په یوه هوټل کې ژوند کوي خو دا خبرونه نه وو تایید شوي.

یانو کوویچ په کریمیا کې د روسيې په پلوۍ وروستي لاریونونه، په اوکراین کې له بدلونونو نه د ناخوښۍ نښه وبلله.

د اوکراین د لرې کړای شوي ولسشمر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي"زه ویکتور فیودرویچ یانوکوویچ د او کراین ولس ته دا اعلان کوم چې ځان لا هم د هېواد قانوني ولسمشر بولم ځکه د خلکو د رایې او د هغو په غوښتنه دې څوکۍ ته ټاکل شوی یم."

بل لورته د اوکراین نوي ولسمشر په کریميا سیمه کې پوځيانو ته د تیارسئ امر کړی دی.

الکسندر تورچینوف دا امر وروسته تر هغه وکړ، چې وسله والو د دغې سیمې د پارلمان ودانۍ ونیوه.

په دې سیمه کې زیاتره روسان اوسېږي.

تورچینوف په کریميا کې له روسي ځواکونو غوښتي، چې له خپلو اډو راونه وځي.

نوموړي پارلمان ته په وینا کې وویل چې: "د روسي ځواکونو له خوا هر راز خوځښت د پوځي تېري مانا لري".

Image caption د اوکراین ولسشمر له روسي ځواکونو غوښتي چې له خپلو اډو را ونه وځي

د کریمي مرکز سیمفروبل کې تور سمندر ته څېرمه روسي پوځي بېړۍ دي.

سیمه ییز حکومت وايي، له وسله والو سره یې خبرې پيل کړې دي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې په اوکراین کې د نویو چارواکو د ملاتړو او روسي پلوو کسانو تر منځ اخ و ډب هم را منځ ته شوی و.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د وسله والو پرضد خپل پوځ ته د پراخو عملیاتو د چمتووالي امر کړی و.

اواکوف دا هم ویلي چې ځینې خیال پلوې ډلې غواړي، حکومتي ودانۍ ونیسي.

د روسیې د دفاع وزیر سیرګي شویګو ویلي، پوځيان تیارسئ دي.

"د وینې تویېدل "

په کریميا کې وسله والو د پارلمان تر ودانۍ نیولو وروسته لیکل شوي پیغامونه پرېښي، چې پرې لیکل شوي "کریميا د روسیې ده".

په کریميا کې د بي بي سي خبریال مارک لوین وايي، دا پېښه په سیمه کې د تاوتریخوالي پیلامه ښکاري.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف ویلي، پولیسو تر سیمفروپل امنیتي کمربند تاو کړی، چې د لا نورو "وینو توېیدو" مخه ونیول شي.

اواکوف دا هم ویلي چې ځینې خیال پلوې ډلې غواړي، حکومتي ودانۍ ونیسي.

په بروسلز کې د ناټو غړو هېوادنو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل اوکراینی پوځ باید د کوم لوري پلوي ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه د اوکراین حالات د سیاسي لارو چارو له لارې حل کېدلی شي، نه د زور له لارې.

ورته مطالب