د روسیې د 'برید' پرضد د اوکراین ګواښ

د انځور حقوق AP
Image caption تورچینوف په کریمي کې له روسي ځواکونو غوښتي، چې له خپلو اډو راونه وځي.

د اوکراین ولسمشر په کریمي سیمه کې پوځيانو ته د تیارسئ امر کړی دی.

الکسندر تورچینوف دا امر وروسته تر هغه وکړ، چې وسله والو د دغې سیمې د پارلمان ودانۍ ونیوه.

په دې سیمه کې زیاتره روسان اوسېږي.

تورچینوف په کریمي کې له روسي ځواکونو غوښتي، چې له خپلو اډو راونه وځي.

نوموړي پارلمان ته په وینا کې وویل چې: "د روسي ځواکونو له خوا هر راز خوځښت د پوځي تېري مانا لري".

د کریمي مرکز سیمفروبل کې تور سمندر ته څېرمه روسي پوځي بېړۍ دي.

سیمه ییز حکومت وايي، له وسله والو سره یې خبرې پيل کړې دي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې په اوکراین کې د نویو چارواکو د ملاتړو او روسي پلوو کسان وترمنځ اخ و ډب هم رامنځ ته شوی و.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د وسله والو پرضد خپل پوځ ته د پراخو عملیاتو د چمتووالي امر کړی و.

د انځور حقوق AFP
Image caption اواکوف دا هم ویلي چې ځینې خیال پلوې ډلې غواړي، حکومتي ودانۍ ونیسي.

د روسیې د دفاع وزیر سیرګي شویګو ویلي، پوځيان تیاسئ دي.

"د وینې تویېدل "

په کریمي کې وسله والو د پارلمان تر ودانۍ نیولو وروسته لیکل شوي پیغامونه پرېښي، چې پرې لیکل شوي "کریمي د روسیې دی".

په کریمي کې د بي بي سي خبریال مارک لوین وايي، دا پېښه په سیمه کې د تاوتریخوالي پیلامه ښکاري.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف ویلي، پولیسو تر سیمفروبل امنیتي کمربند راتاو کړی، چې د لا نورو "وینو توېیدو" مخه ونیول شي.

اواکوف دا هم ویلي چې ځینې خیال پلوې ډلې غواړي، حکومتي ودانۍ ونیسي.

ورته مطالب