لوېديځ پر روسیې د کریمیا کړکېچ سړولو غږ کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption مسکو وايي د کړکېچ د مخنيوي لپاره له لوېديځ سره د همکارۍ غوښتونکې ده، خو بهرنيو هېوادو ته يې گواښنه وکړه چې د اوکرايين په استازيتوب له پرېکړو ډډه وکړي.

لوېديځو هېوادو تر هغه وروسته د اوکرايين په کريميا ټاپووزمه کې د کړکېچ د سړولو لپاره پر روسيې غږ وکړ چې وسله والو د سيمه ييز پارلمان ودانۍ ونيوله او د روسيې بيرغ يې پرې هسک کړ.

روسيې دغه راز وړمه ورځ د اعلان کړو پوځي تمرينو په لړ کې خپلې پولې ته څېرمه جنگي جټ الوتکې هم ټولې کړې دي.

مسکو وايي د کړکېچ د مخنيوي لپاره له لوېديځ سره د همکارۍ غوښتونکې ده، خو بهرنيو هېوادو ته يې گواښنه وکړه چې د اوکرايين په استازيتوب له پرېکړو ډډه وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند السکاندر لوکاشېيويچ وويل د وتلو لار بايد د سولې هغه تړون وي چې تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر ويکتور يانوکوويچ او مخالفينو ترمنځ لاسليک شو. ښاغلي لوکاشېيويچ چې له روسي ټلوېزيون سره غږېده، وويل د حل په هره لار کې بايد د ټولو اوکرايينيانو گټې خوندي شي:

تش تړون

"موږ پر دې ټکي په ټينگ باور همکارۍ ته چمتو يو چې هغه به په صداقت او پردې بنسټ ولاړه وي چې تش تړون نه وي، بلکه هغه تړونونه پلي هم کړي چې د ټول د اوکراييني ولس گټې خوندي کوي. هغو ژمنو ته درناوى به چې د فبرورۍ د ٢١ تړون کې راغلي، پر دغه لوري يو مهم گام وي."

په لوېديځ کې د اوکرايين پرمختياوې چې نوي مشران يې پرون د پارلمان له خوا تاييد شول، په ځير سره څارل کېږي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وويل له خپل روس سيال سرگې لاوروف سره په خبرو کې د اوکرايين په اړه ډاډ ورکړ شوى دى:

د انځور حقوق
Image caption د يوه روسي خبري آژانس په ليکنه، ټاکل شوې ده ويکتور يانوکوويچ نن د روسيې په جنوبي ښار د دون پر غاړه رستوف کې له خبريالانو سره وغږېږي.

"د بهرنيو چارو وزير مخامخ د ولسمشر پوتين له خولې پر هغو خبرو بيا ټينگار راته راورساوه چې په اوونۍ پاى کې يې له ولسمشر اوباما سره کړې وې او يادونه يې وکړه چې دواړه روان پوځي تمرينونه له اوکرايين سره تړاو نه لري او مهالوېش يې مخکې ټاکل شوى و.

خو مهمه داده چې دغه راز يې د ولسمشر پوتين دا وينا په ټينگار ياده کړه چې روسيه به د اوکرايين د خاورې بشپړتابه ته درناوى وکړي او موږ په دې باور يو چې ټولو ته اوس په کار ده چې يو څه ساه واخلي او له هر ډول لمسونو څخه ځان وژغوري."

په همدې ترڅ کې خبر ورکړ شوى چې د اوکرايين شړل شوى ولسىمشر اوس روسيې ته رسېدلى دى.

د يوه روسي خبري آژانس په ليکنه، ټاکل شوې ده ويکتور يانوکوويچ نن د روسيې په جنوبي ښار د دون پر غاړه رستوف کې له خبريالانو سره وغږېږي.

ورته مطالب