د ګوانتانامو مخکنی بندي د ترهګرۍ په تور محاکمه کېږي

معظم بېګ د انځور حقوق Getty
Image caption معظم بېګ د ۲۰۰۵ په جنورۍ کې له درو نورو برتانویانو سره خوشی او برتانیا ته ستون شو.

د برتانیا یو مخکنی بندي معظم بېګ او یوه ۴۴ کلنه مېرمن د سوریې ترهګریزو بریدونو کې په تړاو لرلو تورن شوي دي.

د برتانیا پولیس وايي، ۴۵ کلن بېګ د برمنګهام هال ګرین اوسېدونکی دی، چې ترهګرو ته د روزنې او مالي ملاتړ چمتو کولو تور پرې لګېدلی دی.

تورنه مېرمن ګیري طاهري نومېږي.

نوموړې هم د برمننګهام اوسېدونکې ده.

پر هغې تور دی، چې ترهګرو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

په پام کې ده چې دواړه تورن د وېسټ مینیسټر مګیسټراټس محکمه کې راښکاره شي.

دواړه تورن کسان پر تېره سې شنبې نیول شوي.

دوه نور سړي هم پر دې ورځ پولیسو نیولي چې پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

په دوی کې یو ۳۶ کلن او بل ۲۰ ځوان دی.

پر دوی هم د ترهګرۍ اړوند تور لګول شوی.

ښاغلی بېګ د کیوبا امریکايي زندان کې نژدې درې کاله بندي شوی دی.

بېګ برتانوی تابعیت لري، چې له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۰۱ کال مخکې له دې چې بېرته په ۲۰۰۲ کال پاکستان ته ستون شي، افغانستان ته تللی و.

دی د ۲۰۰۲ جنورۍ کې اسلام اباد کې ونیول شو او بیا د افغانستان بګرام زندان ته ولېږدول شو.

هلته یو کال بندي و، خو بیا ګوانتانامو زندان ته واستول شو.

نوموړی د ۲۰۰۵ په جنورۍ کې له درو نورو برتانویانو سره خوشی او برتانیا ته ستون شو.

ښاغلی بېګ اوس د یوه تبلیغاتي او دفاعي ګروپ مشر دی، چې د بندیانو له کورنیو سره د اسانتیاوو برخه کې همکاري کوي.