د کریمیا مسکو پلوي مشر له روسیې مرسته غوښتې

د انځور حقوق UNIAN
Image caption د کریمیا مسکو پلوي مشر له روسيې د مرستې غوښتنه کړې ده

په داسې حال کې چې امریکا روسیې ته د پوځې لاس وهنې پر ضد خبرداری ورکړی، د کریمیا نوي مسکو پلو مشر له روسي ولسشمر ولادیمیر پوتینه غوښتي چې د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د کرمیلین یوې منبع ویلي، د سېرګې اکسیونوف پر غوښتنه غور کوي.

له اوکراینه رپوټونه د تیرې شپې د نښتو خبر ورکوي او ویل کېږي چې د توغندیو د اډې د نیولو هڅه شوې وه.

د اوکراین منځمهالي لومړي وزیر ارسیني وڅېنچوک پر روسیې تور ولګاوه چې د حالاتو د لمسون په لټه کې دی.

نوموړي د خپلې کابینې په لومړنۍ غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

د اوکراین د دفاع نوي وزیر ایهور تینیوخ پر روسیه تور ولګاوه چې په دې وروستیو کې یې ۶۰۰۰ زیاتي سرتېري اوکراین ته استولي دي.

د اروپايي ټولنې مشر کمیشنر خوسې مانوېل باروسو وویل دی هغو رپوټونو هېښ کړی دی چې د اوکراین د خاورې پر تمامیت د تېري په اړه دي.

بیګا د امریکې ولسشمر بارک اوباما روسیې ته د پوځي لاسو هنې پر ضد خبرداری ورکړ.

ښاغلي اوباما وويل په اوکراین کې به هر ډول پوځي لاسوهنه خپله بیه ولري.

د اوکرايين پر سر له روسيې سره د لوېديځ ناندرۍ د دواړو خواوو له خوا د زغم له بلنو سره سره تودې شوې دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما روسيه وگواښله چې په اوکرايين کې پوځي لاسوهنه به يې بيه ولري.

هغه وویل: "موږ د اوکرایین دننه د روسیې د فدراسیون له خوا د پوځي خوځښت په رپوټونو ژور اندېښمن شوي یو. د اوکرایین پر ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول تېری به خورا بې ثباته کوونکی وي چې د اوکرایین، روسیې او یا اروپا په ګټه نه دی."

ولسمشر اوباما زیاته کړه، دا به هغو مسلو کې د لاسوهنې په توګه وي چې د اوکرایین ولس یې باید غم وخوري.

دا څرگندونې د اوکرايين د نوي مشرتابه له خوا پر دغه هېواد د روسيې د پوځي يرغل تر ادعا وروسته شوې دي.

خو په ملگرو ملتو کې د روسيې سفير ويتالي چورکين وويل چې په اوکرايين کې دننه د روسيې هر ډول پوځي خوځښت، د هغو تړونو له مخې کېږي چې مخکې له کييف سره لاسليک شوي دي.

په همدې ترڅ کې، د ملگرو امنيت شورا د تړلو دروازو تر شا د اوکرايين په غوښتنه د دغه هېواد پر حالاتو غور پېل کړی دى.

مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له ټولو خواوو غوښتي وو چې د حالاتو د نورې خړپړتیا مخه ونيسي.

ورته مطالب