د پاکستاني خبریال د قتل تورنو ته د اعدام سزا

ولي بابر د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جیو نیوز تلوېزیون ځوان خبریال ول بابر د ۲۰۱۱ جنورۍ پر دیارلسمه د لیاقت اباد سوپر مارکیټ کې په مرمیو وویشتل او ووژل شو.

په پاکستان کې يوې محکمې پنځه کسه د يوه خبريال د وژلو په تړاو په عمري بند او غیاب کې په اعدام محکوم کړي.

د جيو تلويزيوني چينل ۲۸ کلن خبريال ولي خان بهادر درې کاله وړاندې په کراچۍ ښار کې په ډزو ووژل شو.

د دغې قضيې څارنوال عبدالمعروف وايي دا لومړی ځل دی، چې يو څوک د يوه پاکستاني خبريال د قتل د قضيې په تړاو په برياليتوب محاکمه کېږي.

ښاغلي معروف ويلي شپږ عيني شاهدان، يو قانون پوه او دوه پوليس د دې قضيې په تړاو وژل شوي.

کامران عرف ذیشان او فیصل موټاکو ته د خبریال د وژلو په تړاو د اعدام سزا اورول شوې، خو څلورو نورو تورنو فیصل محمودو، نوید، محمد علي رضوي او شا رخ ته د عمري بند سزا اورول شوې ده.

خو د شکیل په نامه پنځم تورن سپین اعلان شوی.

د جیو نیوز تلوېزیون ځوان خبریال ول خان بابر د ۲۰۱۱ جنورۍ پر دیارلسمه د لیاقت اباد سوپر مارکیټ کې په مرمیو وویشتل او ووژل شو.

نوموړي له دفتره کور ته د تګ پرمهال په نښه شوی و.

د هغه پر وژنې شپږ کسان تورن شوي وو.

مشکوک اورپکي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوځ وايي پنځه تندلاري وژل شوي دي.

بل خوا، د پاکستان توپ لرونکو څرخي الوتکو په يوه قبايلي سيمه کې د مشکوکو جنګياليو پر پټنځايونو بريدونه کړي دي.

پوځ وايي پنځه تندلاري وژل شوي دي.

دوی وايي دغه عمليات هغه اورپکي په نښه کوي، چې شنبې پر ورځ د پوليو/ ګوزڼ پر ډلې يې بريد کړی دی.

بمي چاودنو په جمرود سيمه کې د پوليو د ډلې کاروان په نښه کړ، چې په پايله کې يې ۱۱ امنيتي ځواکونه ووژل شول.

له بريد وروسته، د پاکستاني طالبانو يوه وياند وويل طالبانو د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی چې د سولې خبرو په ټپه ولاړ بهیر بیا پیل شي.

د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد په حکومت هم غږ وکړ چې د دوی پرېکړې ته مثبت ځواب ووایي.

ورته مطالب