د اسلام اباد یوې محکمې کې خونړی ځانمرګی برید

د انځور حقوق
Image caption په وژل شویو کې قاضي او مدافع وکیلان هم دي.

د پاکستان اسلام اباد یوه محکمه کې ځانمرګي برید لږترلږه یوولس کسان وژلي او تر شلو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

برید د دوشنبې پر ګهیځ شاوخوا اته نیمې بجې د اسلام اباد سیکټر ایف ایټ کې شوی دی.

یوه امنیتي چارواکي وايي، چې هلته دوه ځانمرګي برید کوونکي ننوتي وو، خو عیني شاهدانو ویلي، چې تر دوو ډېر ځانمرګي وو.

ویل کیږي، چې په وژل شویو کې قاضي او ګڼ نور قانونپوهان هم دي.

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

دا برید ټیک یوه اونۍ وروسته تر هغه شوی، چې پاکستاني طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو وړاندیز کړی و.

په اسلام اباد کې ډېر کمبریدونه کېږي، چې د پاکستان د نورو سیمو په پرتله یې امنیت څه – ناڅه خوندي دی.

د پولیسو یوه چارواکي نبي عوان ویلي، ځینې وسله وال ودانۍ ته په زور ننوتل او هلته یې پر قاضیانو او مدافعینو ډزې پیل کړې.

له دوی سره لاسي بمونه هم وو.

د پاکستان تلوېزیون د برید له سیمې انځورونه خپاره کړي، چې خلک په کې د مړو او ټپیانو پر لېږد بوخت دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۲۴ ټپیان نژدې روغتونونه ته لېږدول شوي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیسو سیمه کلابنده کړې او د برید په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امنیتي چارواکو ویلي، دوو ځانمرګو برید کړی، خو عیني شاهدانو یې شمېر ډېر بللی.

ورته مطالب