۷ ډلې اوکراین کې د روسیې اقدام غندلی

Image caption روسي ځواکونو د کریمیا ډېری برخې نیولې دي.

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو اوکرایین کې د روسیې پوځ اقدام غندلی.

دوی د اوکراین د ټولې ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ یې اعلان کړی.

دغه ډله په راتلونکي جون کې سرمشریزې ته چمتووالی نیسي.

دغې ډلې دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې روسي پوځ د کریمیا ټاپو نیولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

د اوکرایین لنډمهالي حکومت روسیه د جګړې په پیلولو توره کړې ده.

روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ته ویلي، چې په اوکرایین کې روسي وګړي او په روسۍ غږېدونکي اوسېدونکي د سخت دریځو نژاد پرستو له خوا له "پرله پسې" ګواښونو سره مخامخ دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption کرملین وايي، مسکو اوکراین کې د خپلو وګړو د ملاتړ لپاره مټې رابډوهلې دي.

کرملین وايي "مسکو د اوکراین پروړاندې اخیستی ګام قانوني بولي".

د کرملین په ویناپاڼه کې ویل شوي چې پوتین د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره په خبرو کې د هغو روسي وګړو په اړه اندېښنه ښوولې، چې اوکراین کې اوسېږي او په روسي غږېږي.

د اوکراین د سمندري ځواکونو نوی مشر د کریمیا نوو مشرانو ته چې اوکراین یې په رسمیت نه پېژني، وراوښتی دی. ناټو پر روسیې له اوکراینه د وتلو غږ کړی دی.

د اوکراین د سمندري ځواکونو مشر دنیس بېرېزوفسکي تر هغه وروسته له خپلې دندې ګوښه کړل شوی چې د کریمیا له نوو مسکو پلوو چارواکو سره یې د یووالي غوښتنه کړې وه.

کییف له نوموړي د خیانت په تور پوښتنې ګروېږنې کوي.

نوموړي د وسله والو کسانو او د کریمیا د روسي پلوي مشر، سیرګې اکسیونوف په شته والي کې دا اعلان وکړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوکراین سمندر مشر د شنبې په ورځ په دنده ګومارل شوی و

ښاغلي بېرېزوفسکي وویل،" زه د کریمیا د خودمختار جمهوریت او اتل ښار سواستوپول سره یووالی اعلانوم. زه لوړه کوم چې د کریمیا د خودمتخار جمهوریت له ولسشمره اطاعت کوم او د هغو پوځیانو امر منم چې د دوی له خوا نومول شوي دي."

په کریمیا کې د بی بي سي یو خبریال وایي دا د دې بله نښه ده چې د کریمیا سیمه د اوکراین له ګورته وتونکې ده.

د جرمني له صدراعضمې انګېلا مېرکل سره په ټېلېفوني خبرو کې روسي ولسشمر ولادیمیر پوتین وویل د مسکو ګامونه سم او پرځای دي.

ناټو پر روسیې غږ کړی چې له اوکراینه خپل ځواکونه وباسي او په دواړو لورو یې د کړکیچ د سوله ییز حل غږ وکړ.

د ناټو سرمنشي اندرې فو راسموسن وویل سیمې ته د ملګرو ملتونو ساتونکي د حالاتو له حل سره مرسته کولی شي.

"موږ پر روسیې غږ کوو چې نړیوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي او خپل ځواکونه خپلو اډو ته ورستانه کړي او په اوکرایین کې له لاس وهنې ډډه وکړي."

نوموړي له دواړو خواوو وغوښتل چې د سوله ییز حل لاره ومومي او خبرې اترې سره وکړي.

روسي ځواکونه اوس د کریمیا واګي په لاس کې لري او ښایي د اوکراین نورو برخو ته هم واستول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري سبا (دوشنبه د مارچ ۴مه) کییف ته درومي.

نوموړي خبرداری ورکړ روسیه ښایي د اتو سترو صنعتي پرمختللو هېوادونو (G8) له ډلې وایستله شي.

د دغې ډلې اوو هېوادونو پر اوکراین د روسیې پوځي برید غندلی او هغه یې د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا او ازادۍ ښکاره تېری بللی دی.

ولسمشر اوباما او لوېديځو مشرانو په اوکرایین کې د روسیې لاسوهنه غندلې او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

ورته مطالب