د سږني اوسکار جایزې کومو فلمونو وګټلې

کېت بلاشیت د انځور حقوق Reuters
Image caption ممثلې کېت بلاشیت بیا د تمې خلاف په "بلو جاسمین" فلم کې د لوبېدو له برکته د غوره ممثلې جایزه تر ګوتو کړه

د امریکا متحدو ایالتونو لاس انجلیس کې د ۲۰۱۴ کال د اوسکار جایزو د وېشلو لړۍ.

د اوسکار جایزو وېشلو شپږ اتیایم پړاو جایزو وېشلو په لړ کې "۱۲ کاله غلامي" فلم د غوره فلم جایزه وګټله.

له امریکايي ممثل لیوناردو دیکاپریو سره پر څلورم ځل هم بخت یاري ونه کړه، او کور ته تش لاسونه ستون شو.

خو نوموړی پر دې ویاړي چې په "وال سټریټ لېوه" فلم کې د لوبېدو له برکته د ۲۰۱۴ کال اوسکار جایزو ته کاندید شوی:

"فکر کوم هرڅوک د خپل فلم او هڅو لپاره تبلیغات کوي، چې یوڅه ترلاسه کړي، زما په نظر دا کار عام دی، خو زما د تجربې له مخې، ډېر خلک مې لیدلي چې بریالي شوي او یا پاتې راغلي دي. فکر کوم چې دې کار پر ما هېڅ اغېز نه دی کړی."

جاذبیت

خو Gravity یا جاذبیت فلم بیا د جوړښت، تصویر او موسیقۍ له اړخه اووه جایزې وګټلې. شپږ یې د تخنیک له برکته او اوومه یې د تولیدوونکي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د فلم مکسیکی تولیدوونکی الفونسو کواردو هغه لومړنی لاتین پروډیوسر دی، چې د سږني اوسکار د غوره تولیدوونکي جایزه یې وګټله. الفونسو کوارودو.

د فلم مکسیکی تولیدوونکی الفونسو کواردو هغه لومړنی لاتین پروډیوسر دی، چې د سږني اوسکار د غوره تولیدوونکي جایزه یې وګټله. الفونسو کوارودو.

د همدغه فلم مرستیال تولیدوونکي ګریډ لیتو هم د غوره ممثل جایزه واخیسته، هغه له عاطفې ډکه وینا کې یې خپله جایزه مور ته ډالۍ کړه.

تر جاذبیت فلم وروسته "۱۲ کاله غلامي" او "د دالاس کلپ مشتري" فلمونو هم درې درې جایزې خپلې کړې.

برتانوی تولیدوونکی سټیو ماکوین پخپل ۱۲ کاله غلامي فلم کې له بریا اعلانېدو وروسته له خوشحالیو په ټوپونو شو:

د انځور حقوق Reuters
Image caption لوپیتا نیونګو هم په "۱۲ کاله غلامي" فلم کې د اوسکار د غوره مرستیالې ممثلې جایزه وګټله

"ټول نه یوازې د ژوند کولو حق لري، بلکې باید ژوند وکړي. همدا د سولمون نورتوپ میراث دی او زه دغه جایزه ټولو هغو ته ډالۍ کوم، چې د غلامۍ تر فشار لاندې وو او هغو ۲۱ میلیون خلکو ته چې لاهم نن د غلامۍ په کړۍ بند دي".

دغه فلم د هغه یوه افریقايي الاصله امریکايي ریښتینې کیسه راخیستې ده، چې د غلامۍ ژوند یې کړی، لومړی یې کیسه لیکوال جان ریډلي په یوه کتاب کې لیکلې او بیا فلم پرې جوړ شوی، چې د اوسکار د غوره سیناریو جایزه یې وګټله.

لوپیتا نیونګو هم په "۱۲ کاله غلامي" فلم کې د اوسکار د غوره مرستیالې ممثلې جایزه وګټله:

زه پوهېږم چې زما خوښي د ګڼو خلکو د کړاوونو له کبله ده، سټیو مکوین! تاسو ټول هغه څه ګاللي چې ستاسې پر طبیعت پورې تړلي دي. ډېره مننه، چې ستا هڅو تر دې ځایه راورسولم. دا زما په ژوند کې د خوښۍ تر ټولو ښې شېبې دي".

خو ممثلې کېت بلاشیت بیا د تمې خلاف په "بلو جاسمین" فلم کې د لوبېدو له برکته د غوره ممثلې جایزه تر ګوتو کړه:

ډېره مننه چې د پروډیوسر په برکت د غوره ممثلې جایزه ترلاسه کوم".

عربي فلمونه

Image caption اوسکار جایزو ته له درو عربي وړاندې شویو فلمونو یوه هم جایزه ونه ګټله.

که څه هم په لومړي ځل دغو جایزو ته درې عربي فلمونه نومول شوي وو، خو یوه یې هم جایزه ونه شوی ګټلی.

یو د فلسطیني پروډیوسر هاني ابو اسعد "عمر" په نامه فلم دی، چې د فلسطین او اسرائيلو له پېچلو اړیکو یې پرده پورته کړې ده، بل د امریکایي الاصله وړاندې کوونکې جیهان نجیم "میدان" په نامه فلم او درېیم د یمنۍ ساره اسحق لنډ (کرامه هسمغون)"سخاوت دېوالونه نه لري" لنډ فلم دی.

د خوځنده رسمونو برخه کې "فروزون" فلم د اوسکار جایزه وګټله، خو د موسیقۍ لپاره یې هم یوه جایزه ځانګړې وه.

ورته مطالب