ونزويلا کې زرګونه کسانو لاريونونه کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption مظاهره چيان له وخته وړاندې ټاکنې او د ولسمشر لرې کېدل غواړي

د ونزویلا په پلازمینه کارا کاس کې زرګونه کسانو لاریون وکړ او د نیکولاس مدورو په مشرۍ یې د دغه هیواد د سوسیالستي حکومت پرضد شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو دغه راز د هغو لسګونه کسانو د خوشې کولوغوښتنه کوله چې د تیرې یوې ماشتې په لاریونونو کې نیول شوي دي.

په ونزویلا کې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر هوګو چاویز له لومړي تلین وړاندې کشمکش مخ په زیاتیدو دی.

د چاوېز د تلین په مناسبت حکومت د څو مراسمو د جوړلو پلان لري، خو اعتراض کوونکي وايي چې په دغه ورځ سړکونو او لارو ته د اعتراض په بڼه راوځي.

په ونزویلا کې دروان کشمکش له پيل راهیسې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د مظاهرو پر مهال لسګونه کسان د حکومتي ځواکونو له لوري نيول شوي هم دي.

د ونزویلا پخوانی ولسمشر هوګو چاوېز تېر کال د سرطان د نارغۍ له مله ومړ.

د هوګو چاوېز پر مهال د ونزويلا او امريکا اړيکې ښې نه وې او څو ورځې وړاندې نيکولاس مادورو د سي ان ان خبري چينل ته خبر ورکړ چې که د مظاهرو په اړه ناسم راپورونو ته دوام ورکړي، نو له هېواده به يې وباسي.

سي ان ان دغه تورونه رد کړي دي.

ورته مطالب