د اوکرایین کړکېچ په باب د اروپايي ټولنې سرمشریزه

د انځور حقوق
Image caption د برسلز سرمشریزه یوه ورځ وروسته تر هغه جوړېږي، چې امریکا له روسیې سره د لوړې کچې خبرې کړې وې.

اروپايي مشران په یوه بېړنۍ غونډه کې سره راغونډېږي، چې د اوکرایین کریمیا کې د روسي پوځيانو د مداخلې په اړه خپل دریځ او پرېکړه معلومه کړي.

برسلز کې ځینو اروپايي مشرانو پر روسیې د بندیزونو لګولو غوښټنه وکړه، خو د جرمني په مشرۍ نورو بیا له کړکېچه د وتلو لپاره پر منځګړیتوب ټینګار کاوه.

د برسلز سرمشریزه یوه ورځ وروسته تر هغه جوړېږي، چې امریکا له روسیې سره د لوړې کچې خبرې کړې وې.

پاریس کې دغه خبرې له هېڅ کوم پام وړ پرمختګ پرته پای ته ورسېدې.

د اوکرايين پرکړکېچ د بحث لپاره د روسانو او امريکايانو ترمنځ لومړنۍ کتنې شوې دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزيرسيرگې لاوروف پاريس کې له خپل امريکايي سيال جان کېري سره خبرې کړې دي.

دا د فرانسې د پلازمېنې پاريس شاوخوا د دېپلوماتيکو هلو ځلو ورځ وه .خو څرگندې اشارې ورنه کړل شوې چې دغه خبرې څه ډول روانې دي.

جان کېري د الاليزيه په ماڼۍ کې له سرگې لاوروف سره لنډې نارسمي خبرې درلودلې او وروسته دواړو په يوه بل ځاى کې هم سره وکتل.

په يوه جلا پرمختگ کې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيگ له خپلو جرمني او فرانسوي سيالانو سره خبرې وکړي.

د انځور حقوق AFP

ښاغلي هيگ وويل موخه دا وه چې روسان له اوکرايينيانو سره مخامخو خبرو کې ښکيل شي خو تراوسه پورې دغه کار نه دى شوى.

داسې وويل شو چې د اوکرايين د بهرنيو چارو وزير چې د خبرو لپاره پاريس ته ورغلى غوښتل چې هوايي ډگر ته ولاړشي ، خو وروستي رپوټونه وايي چې نوموړي د پاتېدو پرېکړه وکړه.

د امريکاد دفاع وزير يو سمبوليک گام

بل لورته د امريکا د دفاع وزيرچک هېگل د ناټو څخه د ملاتړ په يوه سمبوليک گام کې پولند او بالتيک جمهوريتونو ته اضافي هوايي مرسته اعلان کړه .

نوموړي چې د کنگرس يوې کميټې ته وينا کوله وويل امريکا به له پولند سره به گډ هوايي تمرينونه وکړي او ناټو سره به د بالتيک جمهوريتونو پر فضا د پوليسي الوتنو په برخه کې به خپله وڼده ډېره کړې. دغه جمهوريتونه د روسيې لويديځ کې پراته دي.

دا هغه اندېښنو ته يو ځواب دى چې تېره اونۍ پولند ښودلې وي.

کريميا کې د ملگرو ملتونو استازي ته گواښ

په يو بل پرمختگ کې ملگرو ملتونو ويلي دي چې کرېميا کې يې جيگپوړي استازي روبرټ سيري ته د وسله والو کسانو له لوري گواښ شوى دى.

تردې وړاندې د اوکرايين د بهرنيو چارو وزير ادعا کړې وه چې ښاغلى سيري له عسکرو له لوري نيول شوى دى ، خو ملگرو ملتونو د يوې اعلامېې په خپرولو سره دغه خبره رد کړه.

ملگري ملتونه وايي چې نوموړى خوندى دى او بېرته خپل هوټل ته ستون شوى دى.

ورته مطالب