اندونیزیا کې د وحشي ژوو سوداګري 'حرامه' بلل شوې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغې فتوا ته په کتلو سره، د چاپېریال ساتنې ملاتړي وايي، دغه فتوا د اندونیزیايي مسلمانو وګړو لپاره یو قوي معنوي اړخ هم لري.

په اندونیزیا کې یوه لوړپوړي اسلامي بنسټ د وحشي ژوو ناقانونه سوداګري او ښکار حرام بللی دی.

فتوا کې د اندونیزیا له مسلمانانو د هغو ژوو د ساتنې غوښتنه شوې، چې نسل یې له پوپنا کېدو سره مخامخېدونکی دی.

د دغه بنسټ ویاند ویلي چې ''له قانون نه سرغړوونکي له نورو لارو دا کار کوي، او له حکومتي قوانینو سرغړونه کوي، خو له خدايي حکم هېڅکله هم نه شي تښتېدلی''.

په فتوا کې د هغو قوانینو ملاتړ شوی، چې اندونیزیا کې عملي کېږي.

بیزوګانې، پړانګان او فیلان په هغو حیواناتو کې راغلي، چې یاد بنسټ یې پر سوداګرۍ او ښکار د حرمت فتوا ورکړې ده.

د سارايي ژوو د ژوند ساتنې نړیوال صندوق، چې د حیواني چاپېریال ساتنې چارې مخته وړي، ویلي چې د اندونیزیا دغه فتوا په ګرده نړۍ کې د خپل ډول لومړنۍ هغه ده.

یاده اداره وايي، چې د سارايي ژوند او چاپېریال ساتنې برخه کې له دین څخه سمه ګټه اخیستل د پرمختګ یو بل ګام دی.

فتوا د اندونیزیا د علماوو د شورا له خوا صادره شوې ده.

دغه فتوا د طبیعي ځایونو د ساتنې، د ونو نه وهلو، کروندو او زرغونو ځایونو پالنې ته هم خلک بللي دي.

په فتوا کې همداشان راغلي، د وحشي ژوو ښکار او سوداګري په اسلام کې حرام دي او له اخلاقي معیارونو سره په ټکر کې عمل ګڼل کېږي.

دغې فتوا ته په کتلو سره، د چاپېریال ساتنې ملاتړي وايي، دغه فتوا د اندونیزیايي مسلمانو وګړو لپاره یو قوي معنوي اړخ هم لري.

اندونیزیا کې نژدې ۲۰۰ میلیون مسلمانان دي.

د اندونیزیا د قانون له مخې، د حیواناتو سوداګرو او یا ممنوعه ژوو ناقانونه ښکاریانو ته د زندان او یا نغدي جریمو سزاګانې ټاکل شوې دي.

ورته مطالب