د سفیرانو تر وتلو وروسته د قطر ونډو بازار لوېدلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption په الجزیره کپیټل کې د دغې شورا یوه چارواکي عبدالله علاوي دغه ګام "په دې پړاو کې یو دیپلوماتیک ګام بللی دی".

وروسته تر هغه چې له قطر نه سعودي، اماراتو او بحرین خپل سفیران وایستل، قطر کې د ونډو بازار تر ډېره برید ولوېد.

دغه هېوادونه وايي، قطر یې په کورنیو چارو کې لاسوهنې کولې، ځکه یې خپل سفیران وایستل.

دغې ترینګلتیا د خلیجي هېوادونو پر ځینو خپلمنځیو اړیکو هم سیوری غوړولی، چې له کبله یې د خلیج زیاتره بازارونه لوېدلي.

پانګه والو هم اندېښنه ښوولې.

دا لومړی ځل دی چې د تېرې پېړۍ له اتیایمې لسیزې رووسته د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا له جوړېدا وروسته د دوی خپلمنځي اړیکي ترینګلي کېږي.

سعودي، بحرین او اماراتو ویلي، ځکه یې خپل سفیران له قطر وایستل، چې "د هېوادونو د شورا خوندیتوب وساتي او دا د خپل ځان پروړندې یو مسؤولیت بولي".

شنونکو دا لیرې بللې ده، چې ګني د شورا د غړو هېوادونو ترمنځ قوي سوداګریز اړیکي دې خراب شي.

په الجزیره کپیټل کې د دغې شورا یوه چارواکي عبدالله علاوي دغه ګام "په دې پړاو کې یو دیپلوماتیک ګام بللی دی".

دی وايي چې "په دې حساس وخت کې د خلیجي هېوادونو د همکارۍ د شورا د غړو ترمنځ دا کار سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته زیان نه بولم".

خو عملاً له دوحې د دغو هېوادونو د سفیرانو تر وتلو وروسته، د ونډو بازار ۲.‍۱ سلنه ولوېد، چې دا لوېدنه په تېرو شپږو میاشتو کې تر ټولو لویه ګڼل شوې ده.