مشرف پر ځان د خيانت لګېدلي تورونه رد کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption پروېز مشرف څو اوونۍ د زړه د درملنې لپاره د راولپنډۍ په پوځي روغتون کې و

د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف یوې ځانګړې محکمې ته حاضر شوی او پر هغه هېواد ته د خیانت لګېدلي تورونه یې رد کړي دي.

د جنرال مشرف وکیلانو د محکمې قانون او قاضیان ننګولي او تور یې برې لګولی چې د هغه پر ضد له تعصبه کار اخلي.

قاضیانو ښاغلي مشرف ته ویلي چې د مارچ له ۱۱مې مخکې په یوازې توګه ځانګړې محکمې ته حاضر شي، چې پر ضد يې لګېدلي تورونه واورول شي.

د جنرال مشرف قضیه په ۲۰۰۷ کال کې د اساسي قانون د ځنډولو او بیړني حالت له اعلان سره تړلې ده.

ښاغلی مشرف پرې لګېدلي تورونه ردوي او وايي سياسي بڼه لري.

ښاغلی مشرف تر دې وړاندې هم څو ځله محکمې ته ورغوښتل شوی، خو دی نه دی ورغلی.

د ده وکيلان وايي محکمې ته د ښاغلي مشرف نه ورتلل د امنيتي ننګونو له امله دي، ځکه چې د ده ژوند په خطر کې دی.

که څه هم مخکې د اسلام اباد پوليسو ويلي و، چې د ده لپاره يې د مرمۍ ضد موټر برابر کړي، خو دا يې هم ويلي، چې دغه موټر د بم پر وړاندې مقاومت نه لري.

پروېز مشرف څو اوونۍ وړاندې هغه مهال چې ځانګړې محکمې محاکمې ته ورغوښتی و، د لارې په اوږدو کې د زړه د درد له امله روغتون ته ولېږدول شو.

د پروېز مشرف وکيلانو بيا بيا ویلي، چې موکل يې بايد د درملنې لپاره له هېواده بهر وليږدول شي، خو ځانګړې محکمې دغه غوښتنه رد کړې ده.

ورته مطالب