کشميريان: اپريدي ته چکچکې دومره لوی جرم دی؟

د انځور حقوق Getty
Image caption هغه مهال چې څلور توپه او نهه منډې پاتې وې اپريدي په هندي بالر دوه پرله پسې شپږيزې ووهلې او لوبه يې وګټله

د هند په شمالي ایالت اترپردېش کې، د کشميري زده کوونکو يوه ډله د اسيا جام سياليو پر مهال ظاهرآ د هند د سرسخت رقيب پاکستان د پلوۍ له امله د اړودوړ له تورونو سره مخامخ شوې ده.

له ۶۰ زيات زده کوونکي وروسته له هغه له پوهنتون نه ووېستل شول، چې د اسيا جام سياليو کې پاکستان هند ته په يوه زړه پورې لوبه کې ماتې ورکړه.

پوليسو دغه کشميري محصلين په ملي ضد کړنو تورنوي، خو زده کوونکي دا تورونه ردوي.

دوی وايي يوازې هغه مهال يې لاسونه پړکول چې پاکستان لوبه وګټله.

د قانون او ادارې محصلينو اعجاز احمد او متيب احمد ته ښايي دا نه وه معلومه چې د اسيا په جام کې د شاهد اپريدي د بېټنګ لپاره د چکچکو وهل دومره ګران پرېوځي.

دوی دواړه د هغو لسګونه محصلينو له ډلې دي، چې د پوهنتون مسوولينو په زور له ليليې وېستلي او بېرته کشمير ته استول شوي دي.

له اتردپردېش نه شړل شويو محصلينو، نن د جمعې ورځ د کشمير په مرکز سرينګر کې د احتجاجي مظاهرې هڅه وکړه، خو دوی ته د چارواکو له لوري اجازه ور نه کړای شوه.

خو ځينو محصلينو په سرينګر کې له خبريالانو سره خبرې وکړې. اعجاز احمد وايي چې: ''موږ له کورونو لرې وو، په پوهنتون کې زموږ اکثريت نه دی، په دې هر څه موږ پوهېږو. هند لوبه وبايلله او هندي محصلينو تاوتريخوالی پيل کړ. موږ چې يوازې د شاهد اپريدي لپاره لاسونه پړکول او شپيلي وهل په موږ د بلوا کوونکو تور ولګېد او له پوهنتون نه ووېستل شو. آيا دا دومره لوی جرم دی؟''.

متيب احمد خبريلانو ته وويل په دغه پوهنتون کې له ۲۵۰ زيات کشميري زده کوونکي چې نجونې او هلکان دي هم په کې دي. دی وايي: ''موږ ته په لسو دقيقو کې دننه دننه د وسايلو تړلو او د وتلو وويل شول''.

اعجاز او متيب خبريالانو ته ویلي، چې اوس په دغه پوهنتون کې کمشيري زده کوونکي د خونديتوب احساس نه کوي.

ورته مطالب