امريکا بالتيک ته شپږ جېټ جنګي الوتکې لېږلي

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه الوتکې پر داسې مهال لېږدول کېږي، چې د اوکراين پر سر د روسيې او لويديځ ناندرۍ په زياتېدو دی

په اوکراين کې د کړکېچ د دوام په لړ کې امريکا بالتيک سمندر ته شپږ جنګي اف ۱۵ جېټ الوتکې او يوه تيل ورکوونکې الوتکه لېږلې دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له دې سره هممهاله چې د کرایميا پارلمان له روسيې سره د يو ځای په اړه رايه ورکړه، له ولسمشر ولادمير پوتين سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

ښاغلي اوباما د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره د روسيې له ولسمشر سره د سپنې ماڼۍ پېشنهادي لارې چارې مطرح کړې.

په دغو ټيلیفوني خبرو کې چې سپنې ماڼۍ ويلي يو ساعت يې دوام وکړ، ولسمشر اوباما خپل روسي سيال ته يادونه وکړه، چې د کرايميا په ټاپووزمه کې د مسکو اقدامات د اوکراين د يووالي او خپلواکۍ سرغړونه ده.

ښاغلي اوباما ويلي همدا د دې لامل شو، چې امريکا له خپلو اروپايي متحدانو سره يو شي او د دې پر ضد اقدام وکړي.

په مقابل کې، کرملین اعلان کړی و چې ولادیمیر پوتین له ښاغلي اوباما سره په خبرو کې ویلي، چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکي د نړۍ د ګرد امنیت لپاره مهم دي.

نوموړي ویلي، چې "د اوکراین د موضوع پر سر باید د نظر د اختلاف قرباني نه شو".

د روسیې ولسمشر ټینګار کړی، چې اوکراین کې لنډمهالي حکومت د "اساسي قانون مخالفه کودتا" کړې ده، چې د اوکراین د ختيځ او سوېل ختيځ اوسېدونکي او همدارنګه د کریمیا وګړي ورسره موافق نه دي.

ورته مطالب