د کریمیا یوې پوځې اډې کې اړدوړ 'ختم' شوی

کریمیا د انځور حقوق Reuters
Image caption داسې نښه نشته چې اډه دې له اوکرايينيانو څخه نيول شوي وي او ډزې هم نه دي اورېدل شوې.

رارسېدلي خبرونه وايي چې د کريميا د سېواستوپول ښارپه يوه پوځي اډه کې اوکراييني پوځيان له هغو کسانو سره په ترينگلې مقابله کېوتي چې گومان دى روسي عسکر به وي.

د بي بي سي يو خبريال وايي چې د روسيې دوه پوځي لارۍ د وسله والو له خوا د کلابندو اډو څنگ ته په خوځېدو دي.

داسې نښه نشته چې اډه دې له اوکرايينيانو څخه نيول شوي وي او ډزې هم نه دي اورېدل شوې.

هغه عسکر چې بې نښو روسي پوځي کالي يې په غاړه دي له خپلو پلويانو سره يو ځاى له تېرې اوونۍ راهيسې ددغې ټاپو وزمې د ولکې تر نيولو راهيسې له پوځي اډو نه چارچاپېر پراته دي.

د اوکرايين يوه خبري آژانس ليکلي چې د اډې لوى ور يوې کاماز لارۍ مات کړ او بيا شل بريدگر په داسې حال کې چې وارخطاکوونکي لاسي بمونه يې غورځول اډې ته ننوتل.

اوکراييني عسکر سملاسي مورچلو ته شول او قوماندان يې له بريدگرو سره خبرو ته ورغى. خو د بي بي سي يو خبريال چې د پېښې په ځاى کې و، وايي داسې نه برېښي چې د اډې لوى ور دې مات شوى وي او يا دې پر اډې قبضه شوې وي.

خو دوه خبريالان چې غوښتل يې عکسونه واخلي، خورا سخت ووهل شول. ددې پېښو رپوټ څو ساعته تر هغه وروسته خپور شوى چې د روسيې د ولسي جرگې وکيلان د کرېميا د روس پلوي پارلمان يوه پلاوي ته په پښو ودرېدل او لاسونه يې ورته وپړکول.

د روسيې ولسي استازو هغوى ته ډاډ ورکړ چې که له دغه هېواد سره د يو ځاى کېدو پرېکړه وکړي، دوى به يې تر شا ودرېږي. ټاکل شوې ده په يوه اوونۍ کې کرېيما په دې اړه ټولپوښتنه وکړي چې له روسيې سره يو ځاى کېدل غواړي که له اوکرايين سره پاتې کېدل.

ددغې رايې پر مشروعيت له همدا اوسه په لوېديځ او دننه اوکرايين کې نيوکې شوې دي.

د اوکرايين د دفاع پخواني وزير اناتولي خرېستينکه وويل، هېڅ شونې نده چې دغه ټولپوښتنه دې آزاده او قانوني ترسره شي:

د انځور حقوق Reuters
Image caption له جان کيري سره په ټېلېفوني خبرو کې ښاغلي لاوروف وويل په کرېميا کې د روسيې د اقداماتو له امله د بنديزونو لگېدل ښايي سرچپه نتيجې ورکړي.

"هېڅوک هم اوس نشي کولى چې خپل نظر آزاد وکاروي، ځکه لکه چې پوهېږئ، روسانو د اوکرايين ټولې ټلوېزيوني خپرونې بندې کړي او پر ځاى يې خپلې خپرونې کوي او لگيا دي عامه افکار تنظميوي او د هغو خلکو نظر اړوي چې ښايي ددغې پرېکړې په حق کې نه وي. ځکه نو دا رايې آزادې او عادلانه نه دي."

په همدې ترڅ کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگى لاوروف خپل امريکايي سيال ته سلا ورکړې چې له داسې گامونو ډډه وکړي چې په بيړه او له سمې سنجونې پرته اخيستل کېږي او کولى شي د روسيې او امريکا اړيکو ته زيان واړوي.

له جان کيري سره په ټېلېفوني خبرو کې ښاغلي لاوروف وويل په کرېميا کې د روسيې د اقداماتو له امله د بنديزونو لگېدل ښايي سرچپه نتيجې ورکړي.

مسکو دا هم ويلي چې د اروپايي ټولنې له خوا به هم هېڅ بنديز بې ځوابه پاتې نشي.

ورته مطالب