هند کې ماویست یاغیانو ۱۶ پولیس وژلي

د انځور حقوق
Image caption ماویست یاغیانو له لوېدیځ بنګال څخه د ۱۹۶۰ لسیزې وروستیو کې بریدونه پیل کړل، چې د هند د لومړي وزیر منموهن سینګ په وینا، د هېواد تر ټولو لوی کورنی سرخوږی یې جوړ کړی دی.

هندي پولیس وايي، ماویست یاغیانو د هند چهتیسګر ایالت په یوه کمین کې لږترلږه ۱۶ هندي پولیس وژلي دي.

د پولیسو ګزمه د سوکما ولسوالۍ ته پر لاره وه، چې ماویست یاغیانو پرې برید وکړ.

دغو پولیسو غوښتل، چې د ودانیزو کارکوونکو د امنیت لپاره هلته ورشي.

هندي چارواکي وايي، په دې برید کې پنځه ویشت نور پولیس ټپیان شوي.

هندي افسر موکیش ګوپتا بي بي سي ته وویل، چتهیسګر د ماویست یاغیانو یو قوي مرکز دی، چې له هماغه ځایه د دوی په وینا د بې وزلو د ملاتړ په موخه جنګېږي.

ماویست یاغیان د هند په نژدې درېیمه برخه کې فعال دي، چې د شمېرو له مخې د هند په ۶۰۰ ولسوالیو کې فعالیت کوي.

د سې شنبې ورځې دغه برید د سوکما ولسوالۍ په تنګپال سیمه کې شوی.

روښانه نه ده، چې ایا په دې برید کې یاغیانو ته هم زیان اوښتی او که نه.

په تېره مې کې یاغیانو د ایالتي ګانګرې د مشرانو پر یوه لېږدوونکي کاروان برید وکړ، چې لږترلږه ۲۷ کسان یې ووژل.

په وژل شویو کې د ایالت ځینې جګپوړي سیاستوال هم وو.

او د ۲۰۱۲ کال اپریل کې، یاغیانو یو جګپوړی حکومتي چارواکی وتښتاوه.

الیکس پاول مینون تر ۱۲ ورځو برمته کېدا وروسته خوشی شو.

ماویست یاغیانو له لوېدیځ بنګال څخه د ۱۹۶۰ لسیزې وروستیو کې بریدونه پیل کړل، چې د هند د لومړي وزیر منموهن سینګ په وینا، د هېواد تر ټولو لوی کورنی سرخوږی یې جوړ کړی دی.

په وروستیو کلونو کې د پوځ او پولیسو د زیاترو عملیاتو پایله کې ماویست یاغیان خپلو ځنګلي قوي مرکزونو ته اړ شوي، چې ورسره د ناامنیو کچه هم کمه شوې ده.

خو د خپ او ترپ په دغو بریدونو کې وروستیو کلونو کې سلګونه کسان وژل شوي.

ورته مطالب