د لېبيا لومړی وزير له دندې ګوښه کړای شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي دغې بېړۍ لږترلږه ۲۳۴۰۰۰ بېرله اومه تېل د صدرا له بندره بار کړي دي

د لېبيا پارلمان، لومړی وزير علي زيدان وروسته له هغه له دندې ګوښه کړی، چې د ياغيانو تر کنترول لاندې بندر نه يوې بېړۍ تېل بار کړل او د راپورونو له مخې د سمندري ځواکونو له محاصرې وتښتېده.

وکیلانو وروسته له هغه د ښاغلي زيدان لپاره د باور رايې غوښتنه وکړه، چې دوی ته وویل شول هغه بېړۍ چې د شمالي کوريا بيرغ پرې و، سمندر ته تښتېدلې ده.

د دفاع وزير عبدالله الثني د موقت لومړي وزير په توګه نومول شوی دی.

تر دې وړاندې لېبيايي چارواکو ويلي وو، پر هغه تیلي ټانکر بشپړ کنترول لري چې هڅه کوي د الصدرا له بندره ووځي.

بيلتون غوښتونکو لېبيايي ملېشو له اګست مياشتې راهيسې په ختيځ کې درې مهم بندرونه نيولي دي.

دوی د تیلو په شتمنيو کې د پراخې ونډې لرلو په هڅه کې دي او ترڅنګ يې په ختيځه تاريخي سيمه سايرينيکا کې خپلواکي غواړي.

راپورونه وايي د تیلو ټانکر چې مارننګ ګلورې نومول شوی، لږترلږه ۲۳۴۰۰۰ بېرله اومه تېل د صدرا د تيلو له ترمينل نه اخيستي دي.

دا له هغه راهيسې چې بيلتون غوښتونکو په جولای مياشت کې د مرکزي حکومت پر ضد بغاوت وکړ، لومړنۍ بېړۍ ده چې د ياغيانو تر کنترول لاندې يوه بندر نه ډکېږي.

حکومت هڅه کوي چې خپل ځواکونه د هغو وسله والو ډلو او قبايلو پر وړاندې پياوړې کړي، چې په ۲۰۱۱ کال کې يې د معمر قذافي د واکمنۍ په ړنګولو کې مرسته کړې ده.

په طرابلس کې د بي بي سي خبريال رانا جواد وايي، د ښاغلي زيدان له دندې لرې کول به د لېبيا د ثبات په اړه چې د هيواد پر لويه برخه د کنټرول ترلاسه کولو هڅې کوي، اندېښنې لا پسې زياتې کړي.

د لېبيا د پارلمان غړو، عمومي ملي ګانګرس ويلي د هوا بد وضعيت د هغو سمندري بېړيو پر وړاندې خڼد جوړ کړی وو، چې په مديترانې بحيره کې يې د تيلي ټانکر د نيولو هڅه کوله.

ورته مطالب