م. م: روحاني په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی

د انځور حقوق MEHR
Image caption تیر کال له ۵۰۰ تر ۶۲۵ پورې کسان په ایران کې اعدام شوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وایي، د حسن روحاني دولت ونه شو کړای هغه ژمنې پوره کړي چې د بشری حقونو د ښه کیدو لپاره یې کړې وې.

بانکي مون پرون ( سه شنبه، مارچ ۱۱مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د راپور ورکولو پر مهال په ایران کې د اعدامونو د لړۍ پراخیدل په ډاکه کړل.

ده د هغو سیاسي فعالینو، خبریالانو او هغو وکیلانو د خوشي کېدو هیله وکړه چې د ایران له لوري بندیان شوي دي.

ښاغلي بان وويل هغه کسان زنداني شوي چې د بیان د آزادۍ غوښتونکي وو.

خو له دې سره سره، ښاغلي بان په ایران کې د ۸۰ زندانیانو د ازادولو هرکلی وکړ.

ده همدا رنګه د نسرین ستوده خوشې کول، کار او تحصیل ته د ځینو زده کوونکو او استادانو بیرته ورګرځیدل د ښاغلي روحاني له مثبتو کړنو څخه وبلل.

په همدې وخت کې د ملګرو ملتونو د سازمان مشر د خبریالانو، وکیلانو او عقيدتي بندیانو د شمیر د زیاتیدو په اړه هم نیوکه وکړه.

ده په ځانګړي ډول مهدي کروبي او میر حسین موسوي چې د ۱۳۸۸ کال د ټاکنو دوه تنه معترض کاندیدان ول یاد کړل، او ويې ویل چې دا دوه تنه پرته د کوم جرم له اعلانیدو او یا محاکمه کیدو بندیان شوي دي.

بانکي مون په خپلو خبرو کې د حسن روحاني له دولت نه وغوښتل چې ښاغلی موسوي او ښاغلی کروبي دې ژر تر ژره آزاد کړي او هغوی ته دې روغتيايي اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي بان همدارنګه د عبدالفتاح سلطاني، محمد علي دادخواه او محمد سیف زاده یادونه وکړه ویي ویل دا درې هغه وکیلان دي چې د بیان د ازادي د حق د ترلاسه کولو لپاره بندیان شوي دي.

سرمنشي بانکي مون همدارنګه د دې میلادي کال په لومړیو میاشتو کې د اعدامونو زیاتیدل ياد کړل او د ملګرو ملتو د بشري حقونو کمشنرې ناوې پیلای راپور ته په اشارې سره يې وویل، تیر کال له ۵۰۰ تر ۶۲۵ پورې کسان په ایران کې اعدام شوي، چې ۵۷ پېښې يې په عام محضر کې ترسره شوي.

۴۰ اعدامونه

هغه زیاته کړه سره له دې چې دا اعدامونه زیاتره د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو اړوند وو، خو اعدام شويو کسانو کې سیاسي زندانیان او د وړو قومونو فعالان هم شامل دي.

ده د دې کال د جنورۍ په لومړيو دوو اوونيو کې د ۴۰ زندانیانو اعدام ته په اشارې سره وویل: ''داسې برېښي چې د ایران نوی حکومت هم د تېر حکومت لار تعقيبوي چې د مجرمينو پر وړاندې به يې د اعدام سزا کاروله''.

بان کې مون له ۲۰۰۵ کال نه را په دې خوا ایران ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د خبریالانو د ورتلو د مخنيوي په اړه هم نيوکه وکړه.

ټاکل شوې د ایران لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی خبريال احمد شهید په ایران کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه ډېر ژر خپل کلنی راپور د جنيوا په غونډه کې وړاندې کړي.

ورته مطالب