ابو ظبۍ کې د موبایل شمېره په ۲ میلیون ډالر وپلورل شوه

د انځور حقوق c
Image caption ناڅرګند مشتري، چې د نوې شمېرې څښتن شوی، خپله شمېره نه ده ورته یاده، ځکه چې ټولې شمېرې د دولت اړوندې دي.

ښکاري، چې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې یوه ګرځنده تیلېفوني خصوصي شمېره تر دوه میلیون ډېر ډالر پلورل شوې ده.

د اماراتو نېشنل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د اتصالاتو "مخابراتي" شرکت ۷۷۷۷-۷۷۷ شمېره په ۷,۸۷۷,۷۷۷ درهم (نژدې ۲،۱ میلیون ډالر) پلورل شوې ده.

خو د دې کیسې او معاملې ترشا یوه بله انګیزه هم شته.

ناڅرګند مشتري، چې د نوې شمېرې څښتن شوی، خپله شمېره نه ده ورته یاده، ځکه چې ټولې شمېرې د دولت اړوندې دي.

په عوض کې، د مزایدې ګټونکی د اتصالات شرکت د یوه ځانګړي قرارداد څښتن دی.

په دې قرارداد کې ۲۲۵۰۰ دقیقه خبرې، ۲۲۵۰۰ لنډ پیغامونه او ۱۰۰ ګېګابایټه معلومات هره میاشت ورکړل شوي.

په بله وینا، په ورځ کې ۱۲ ساعته او ۷۲۵ دقیقې خبرې کولی شي.

په دغو مراسمو کې ۷۷۷-۷۷۷۰ شمېره هم په ۳۴۰ زره ډالرو وپلورل شوه.