د ماشومتوب بد خوبونه کېدی شي د روغتيايي ستونزو اشاره وي

د انځور حقوق SPL
Image caption د شپې وېرېدل، د خوب پر مهال چيغې او لغتې وهل هم رواني خطر زياتوي

په بريتانيا کې څېړونکو خبرداری ورکړی چې په ماشومتوب کې پرله پسې بد خوبونه کېدی شي د رواني ستونزو وختي نښې وي.

دغه څېړنه چې څه موده وړاندې په سليپ جورنال کې خپره شوې، په کې ويل شوي ډېر ماشومان بد خوبونه ګوري، خو که يې پرله پسې ګوري کېدی شي د لا ډېرې جدي ستونزې نښه وي.

د شپې وېرېدل، د خوب پر مهال چيغې او لغتې وهل هم خطر زياتوي.

د ينګ ماينډز خيريه ټولنې ويلي دا يوه مهمه څېړنه ده، چې کېدی شي د دماغي ناروغيو وختي نښې په ګوته کړي.

تر ۱۲ کلنۍ پورې شاوخوا ۶۸۰۰ کسان په دې څېړنه کې څارل شوي دي.

ميندې پلرونه په منظم ډول د خپلو ماشومانو په اړه پوښتل شوي، او د څېړنې په پای کې د توهم، خيالونو او داسې سوچ سره فکر يې ګواکې کنټرولېږي، د رواني تجربې له مخې د ماشومان ارزونه شوې ده.

څېړنې ښوولې چې ډېر ماشومان ځينې وخت بد خوبونه ګوري، خو په ۳۷٪ سلنه پېښو کې ميندو پلرونو د پرله پسې کلونو موده کې د بدو خوبونو راپور ورکړی دی.

د لسو ماشومانو ترمنځ يو يې د شپې وېرېدلې، چې عمرونه يې په عمومی ډول د دريو او اوو ترمنځ وو.

د خطر زنګ

د واروېک پوهنتون څېړونکې ډلې ويلی د بدو خوبونو او ډار اوږدمهاله ستونزه بيا وروسته موده کې د رواني ناروغۍ له ستونزو سره د تړاو لوړ خطر لري.

په هرو ۱۰۰۰ کې شاخوا ۴۷ ماشومان د رواني تجربې يو ډول ستوزه لري.

خو هغه ماشومان چې د ۱۲ کلنۍ په عمر بد خوبونه ګوري، درې نيم ځله ډېره دا شونتيا لري چې له ستونزو سره مخامخ شي، او د شپې مهال منظمه وېرېدا دا خطر دوه برابره زياتوي.

خو د خوب ستونزو او رواني ناسميو ترمنځ تړاو روښانه نه دی.

يو نظر داسې دی چې د ژوند لومړيو کې د بد چلن او ډارېدلو پېښې کېدی شي د دغو ډول نښو لامل شي.

يا داسې ډول چې د ځينو ماشومانو دماغونه نښلېدلي، په دې معنا د هغه څه ترمنځ چې ريښتيني يا ناريښتيني دي، يا څوک ويده يو پوره ويښ دي کرښې کمې روښانه دي.

دا دې معنا لري چې د خوب ستونزو درملنه کېدی شيد روانی پېښو مخنيوی ونه شي کړی.

خو بيا هم بد خوبونه کېدی شي د راتلونکي لا ډېرو جدی ستونزو د خبرداري عمل وکړي.

ورته مطالب