چين کې درې کسه په چړو وژل شوي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption په مخکني بريد کې بريدګرو له ۳۰ زيات کسان په چړو ووژل

د چین دولتي رسنۍ وايي د هونان ولایت په مرکز چينګشا ښار کې درې تنه په چړو وهل او وژل شوي دي.

پولیس وايي یو مشکوک کس له برید وروسته د دوی په ډزو وژل شوی دی.

د چین دولتي رسنۍ وايي دا پیښه د دوو سوداګرو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې ده.

چارواکو ویلي دغه برید په لرې پرته سیمه شن ژیانګ کې د بیلتون غوښتونکی کار دی.

پېښه له هغه دوه اوونۍ وروسته رامنځته کیږي چې د چین په سویل لودیځ کې د کومینګ اورګاډي په يوه تمځي کې په یوه ورته پيښه کې له ۳۰ زیات کسان ووژل شول.

مخکنی بريد

درې اوونۍ وړاندې یوه ډله برید کوونکي چې تورې جامې یې اغوستې وې په سویل لودیځ کې د کونمینګ په ښار کې د اورګاډي یوه تمځای ته ورغلل او خلک یې په چړو وهل.

په دې پېښه کې لږ ترلږه ۱۳۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د پېښې هغه تصویرونه چې پر انټرنیټ خپاره شوي ښيي چې ګڼ کسان په وینو کې لت پت پراته دي.

عیني شاهدان وايي هغه کسان چې چټک نه شوای تللی د برید کوونکو له خوا اول په چړو وهل کېدل.

دوی وايي له برید کوونکو سره په لاسونو کې غټې چړې وې او هر څوک چې مخې ته ورتلل وهل یې.

د چین ولسمشر د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.

د چین دولتي خبري آژانس سینهوا وايي پولیسو لږ ترلږه ۴ برید کوونکي په ډزو وژلي دي.

له پېښې وروسته د چين امنيتي چارواکو وايي چې د بريد په تړاو يې نهه کسه نيولي دي.

ورته مطالب