دمشق ابراهیمي په مداخلې تورن کړی

براهیمي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ابراهیمي تر خبرو وروسته، د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران الزعبي وویل، چې د ټاکنو او له ټلوالې سره د خبرو ترمنځ تړاو ''د نړیوال استازي د دندې برخه نه ده''.

سوري حکومت د ملګرو ملتونو پر ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي نیوکه کړې، چې ګني د راتلونکو ټاکنو په تړاو د سوریې د لا ناامنه کولو په هدف په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

خو ابراهیمي ویلي، چې ''که چېرې ټاکنې کېږي، نو غالباً ټولې مخالفې غاړې به له حکومت سره د خبرو او جوړجاړي امکان له لاسه ورکړي''.

دی زیاتوي چې دمشق د بابیزه تګلارو په تعقیب پسې دی.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې د سوریې پارلمان پر هغې مصوبې خبرې کوي چې په لړ کې یې د ټاکنو نوی قانون د بشارالاسد پر وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته تر یوه د ډېرو کاندیدانو د درېدو لپاره لاره هواروي.

د ابراهیمي تر خبرو وروسته، د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران الزعبي وویل، چې د ټاکنو او له ټلوالې سره د خبرو ترمنځ تړاو ''د نړیوال استازي د دندې برخه نه ده''.

هغه دا هم ویلي چې ابراهیمي ''دا دنده نه لري چې د سوریې د مشرتابه په اړه قضیې راپورته کړي، او د سوریې کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي''.

الزعبي د سوریې ملي تلوېزیون ته ویلي چې ''ابراهیمي یا کوم بل هېواد یا حکومت هېڅ داسې حق نه لري چې د سورې کورنیو چارو کې مداخله وکړي''.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر له ابراهیمي وغوښتل، چې د یوه ''بې پرې او شفاف منځګړي'' په توګه کار وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې د روان کړکېچ له وېرې میلیونونه وګړي کډوال شوي دي.

د ټاکنو د نوي قانون له مخې، د ولسمشرۍ کاندید باید په تېرو لسو کلونو کې سوریه کې اوسېدلی وي او د هغو ۳۵ وکیلانو ملاتړ ورسره وي، چې په ولسي جرګه کې برحاله استازیتوب لري.

د سوریې ولسي جرګه کې ټول ټال ۲۵۰ استازي دي.

شنونکي وايي، دا کار بهر او په کور د ننه په ټاکنو کې د کاندیدېدا چاره ستونزمنوي.

دغه څرګندونې د اسد د واکمنۍ تر ختمېدا ایله ایله څلور میاشتې مخکې شوې.

بشارالاسد له تېرو اوو کلونو راهیسې د سوریې ولسمشر دی.

ورته مطالب