ونزویلا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر "قاتل" دی

ونزویلا د انځور حقوق AFP
Image caption کیري له لاریون کوونکو سره د ونزویلا د حکومت پر کړنو نیوکه کړې ده.

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر الیاس جاوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ونزویلا کې تاتریخوالي په لمن وهلو تورن کړی او هغه یې "قاتل" بللی دی.

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې کیري د ونزویلا حکومت "د خپل ولس پرضد د ترهې" پر اچولو تورن کړی و.

کیري ویلي وو، چې حکومت د ولسي لاریون پروړاندې له ډېر زورزیاتي کار اخلي.

خو د ونزویلا حکومت څو ځلې د امریکا پر حکومتونو د ونزویلا د اړدوړ پیلولو پړه اچولې وه.

د ونزویلا اړدوړ کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د امریکا حکومت وايي، چې د ونزویلا حکومت پخپلو کورنیو ستونزو کې نورو هېوادونو ته خوله اچوي.

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر د تلوېزیون له لارې ویلي چې له خپلو څرګندونو به راونه ګرځي.

هغه کیري ته په خطاب کې ویلي چې "ښاغلی کیري... موږ تا د نړۍ په مخکې سپکوو، ته ونزویلا کې خلک تاوتریخوالي ته رابولې، دا چاره به ټوله نړۍ کې رسوا کوو، موږ تا د ونزویلا د ولس د قاتل په توګه پېژنو".

نوموړی زیاتوي: "هرځل هڅه کوو چې تاوتریخوالی کم کړو، خو ښاغلی کیري راوځي او د تاوتریخوالی اور ته بیا پوکی وهي".

بل خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هارفد جاوا پر دې څرګندونو له څه ویلو ډډه کړې ده، خو وایي چې د ونزویلا حکومت د ټاکنو په اړه "‎حقیقت نه وايي".

پر تېره پنجشنبې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، چې د امریکايي ټولنې غړي هېوادونه او نور ملګري یې باید د ونزویلا له حکومت سره د لاریونونو په اړه حساب او کتاب وکړي.

کیري د کانګرس یوې جرګه ګۍ ته په وینا کې وویل "موږ د یوې داسې لارې په لټه کې یو، چې حکومت (د ونزویلا ولسشمر نیکولاس مادورو) له ترهګریز غبرګون راوګرځوو، او په ښه توګه د بشر د حقونو درناوی وشي".

د ونزویلا اړدوړ وروسته تر هغه پیل شو، چې په تېره فبرورۍ کې د لوېديځو مریدا او تاچیرا ولایتونو د محصلینو لاریونونو هلته د امنیت خوندي کولو لپاره راووتل.

ټلواله وايي، په واټونو کې به تر هغو پورې لاریونونه جاري وساتي چې د خوړو بیې کمې شوې او غذايي کمښت پوره شوی نه وي.

خو حکومت ژمنه کوي، چې د لارو بندېدو مخ کې به جدي غبرګون ښيي، همدا ده چې د ټلوالې له هغو ښاروالانو یې د لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده، چې له دغو لاریونونو سره یو لاس شوي دي.

د تېرې فبرورۍ په نیمايي کې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو درې امریکايي دیپلوماتان د حکومت ضد وروستیو نارامیو کې په لاس لرلو تورن کړي او د هغوی د شړلو امر یې کړی و.

ورته مطالب